|
| 1 |
|
| خُدائ پاک نوح او د هغۀ زامنو له برکت ورکړو او وې فرمائيل، ”آباد شئ او ډېر بچى پېدا کړئ، نو ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسيږى. |
|
| 2 |
|
| ټول ځناور، مارغان، خزنده او کبان به ستاسو نه يريږى، دا ټول ستاسو د اختيار لاندې دى. |
|
| 3 |
|
| اوس دا ټول ځناور تاسو خوړلے شئ او دغه شان شنۀ بوټى هم، دا ټول ستاسو د خوراک دپاره دى. |
|
| 4 |
|
| خو چې په کومه غوښه کښې وينه وى هغه به نۀ خورئ، دا ستاسو دپاره منع ده ځکه چې په وينه کښې ژوندون دے. |
|
| 5 |
|
| کۀ څوک بل کس قتلوى، زۀ به ورسره حِساب کوم. کۀ يو ځناور بنى آدم ووژنى نو سزا به يې مرګ وى. |
|
| 6 |
|
| ځکه چې خُدائ پاک د خپل ځان په شان بنى آدم جوړ کړے دے. کۀ څوک د بنى آدم وينه تويَوى، په بدل کښې به د هغۀ وينه توئ کړے شى، |
|
| 7 |
|
| ډېر بچى پېدا کړئ، نو چې ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسيږى.“ |
|
| 8 |
|
| خُدائ پاک نوح او د هغۀ زامنو ته وفرمائيل چې، |
|
| 9 |
|
| ”ګورئ، اوس زۀ تاسو او ستاسو د اولاد سره دا لوظ کوم، |
|
| 10 |
|
| هم داسې د هر ژوندى څيز، د ټولو مارغانو، ځناورو او هر هغه څيز سره چې ستاسو سره د کشتۍ نه رابهر شوى وُو. |
|
| 11 |
|
| زۀ تاسو سره د دې خبرې لوظ کوم، چې بيا به هيڅکله هم ټول ژوندى مخلوقات په سېلاب نۀ غرقيږى، بيا به په سېلاب دُنيا نۀ تباه کيږى. |
|
| 12 |
|
| دا نښه به نۀ ختمېدونکے لوظ وى کوم چې زۀ ستا او د ټولو ژوندو څيزونو سره کوم، |
|
| 13 |
|
| زۀ به په آسمان کښې د بوډۍ ټال جوړوم. دا به زما د دُنيا سره د لوظ نښه وى. |
|
| 14 |
|
| چې کله هم زۀ په زمکه وريځې راولم او چې د بوډۍ ټال په وريځو کښې راڅرګنديږى، |
|
| 15 |
|
| نو ما ته به خپل لوظ راياديږى چې سېلاب به بيا هيڅکله ټول ژوندى څيزونه نۀ تباه کوى. |
|
| 16 |
|
| چې کله په وريځو کښې د بوډۍ ټال څرګند شى، زۀ به ورته ګورم او هغه نۀ ختمېدونکے لوظ به رايادوم کوم چې ما د زمکې د ټولو ژوندو څيزونو سره کړے دے. |
|
| 17 |
|
| دا زما د هغه لوظ نښه ده کوم چې زۀ د دُنيا د ټولو ژوندو مخلوقاتو سره کوم.“ |
|
| 18 |
|
| د نوح زامن چې د کشتۍ نه کوز شول هغوئ شيم، حام او يافت وُو. (حام د کنعان پلار وو.) |
|
| 19 |
|
| په زمکه چې څومره خلق دى دا ټول د نوح د درېو زامنو اولاد دے. |
|
| 20 |
|
| نوح زميدار وو، هغه وړومبے کس وو چې د انګورو باغ يې وکَرلو. |
|
| 21 |
|
| د ميو څښلو نه پس هغه نشه شو او په خپله خېمه کښې بربنډ څملاستو. |
|
| 22 |
|
| چې کله د کنعان پلار حام، خپل پلار داسې وليدو نو هغه بهر لاړو او خپل دوه وروڼه يې خبر کړل. |
|
| 23 |
|
| نو شيم او يافت يو څادر واخستو او د خپلو اوږو شا ته يې ونيولو. او خېمې ته په شا دننه لاړل او خپل پلار يې پټ کړو او مخونه يې اړولى وُو چې پلار بربنډ ونۀ ګورى. |
|
| 24 |
|
| چې کله نوح په خود کښې شو او خبر شو چې د ټولو کشرى زوئ د هغۀ سره څۀ کړى دى، |
|
| 25 |
|
| نو هغۀ وفرمائيل چې، ”په کنعان دې لعنت وى، هغه دې د ټولو وروڼو د نوکرانو غلام شى. |
|
| 26 |
|
| مالِک خُدائ دې شيم بختور کړى، او کنعان دې د هغۀ غلام کړى. |
|
| 27 |
|
| خُدائ پاک دې يافت ډېر تېر کړى، د هغۀ اولاد او د شيم خلق دې د وروڼو په شان کړى، او کنعان دې د هغۀ غلام کړى.“ |
|
| 28 |
|
| د سېلاب نه پس نوح نور درې نيم سوه کاله ژوندے وو |
|
| 29 |
|
| او د نهۀ نيم سوو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. |
|
|
: |
| 1 | | 2 | | 3 | | 4 | | 5 | | 6 | | 7 | | 8 | | 9 | | 10 | | 11 | | 12 | | 13 | | 14 | | 15 | | 16 | | 17 | | 18 | | 19 | | 20 | | 21 | | 22 | | 23 | | 24 | | 25 | | 26 | | 27 | | 28 | | 29 | 1
1
1 |
|
|---|
|
https://beblia.bible:81/BibleAudio/pashto2019/genesis/009.mp3
50
9