|
| 1 |
|
| دا د روبين اولاد دے چې هغه د يعقوب مشر زوئ وو. هغۀ د خپل پلار د بلې ښځې سره د زنا کولو په وجه د خپل پلار بېعزتى وکړه نو چې د مشرى زوئ کوم حقُونه هغۀ لرل، هغه ختم شول او هغه حقُونه يوسف ته مِلاو شول. |
|
| 2 |
|
| خو د يهوداه قبيله تکړه شوه او ټولو قبيلو له يې يو بادشاه ورکړو، خو پېدائشى حق د يوسف سره وو. |
|
| 3 |
|
| د يعقوب د مشر زوئ روبين څلور زامن وُو: حنوک، فلو، حصرون او کرمى. |
|
| 4 |
|
| دا د يوايل اولاد دے: سمعياه، جوج، سِمعى، ميکاه، رياياه، بعل او بئيره. اسورى بادشاه تغلت فلاسر د روبين قبيلې مشر بئيره ونيولو او د قبيلې سره يې جلاوطن کړو. |
|
| 5 |
|
|
|
| 6 |
|
|
|
| 7 |
|
| د روبين په قبيله کښې د دې د قبيلو د مشرانو نسبنامه: يعىايل، زکرياه، |
|
| 8 |
|
| او بالع، د عزز زوئ او د سمع نمسے، چې د يوايل د قبيلې وو. دا قبيله په عروعير کښې او د هغه ځائ نه د نبو پورې او د بعل معون په علاقه کښې اوسېده. |
|
| 9 |
|
| د جِلعاد په مُلک کښې د هغوئ ډېر څاروى وُو او هغه مُلک يې ونيولو چې نمرخاتۀ طرف ته د صحرا د لمنې او د فرات سيند پورې خور دے. |
|
| 10 |
|
| د ساؤل بادشاه په وخت کښې د روبين قبيلې په هاجريانو حمله وکړه، هغوئ يې په جنګ کښې ووژل او د جِلعاد نمرخاتۀ ته په ټوله برخه کښې د هغوئ په خېمو کښې اوسېدل. |
|
| 11 |
|
| د جاد قبيله د بسن په مُلک کښې د روبين شمال ته د سلکه نمرخاتۀ طرف پورې اوسېدله. |
|
| 12 |
|
| يوايل په بسن کښې مشر وو، سافم ورپسې دوېم کس وو او درېم مشر يعنې او د هغۀ نه پس سافط وو. |
|
| 13 |
|
| د دې اوو ډلو د قبيلې نور کسان دا دى: ميکائيل، مسلام، شيبا، يورى، يعکان، زيع او عِبر. |
|
| 14 |
|
| هغوئ د حُورى زوئ ابىخېل اولاد دے، چې د هغوئ پلار نيکۀ دا دى: ابىخېل، حُورى، يارواح، جِلعاد، ميکائيل، يسيسى، يحدو او بُوز. |
|
| 15 |
|
| اخى چې د عبدىايل زوئ او د جونى نمسے وو هغه د دې ډلو مشر وو. |
|
| 16 |
|
| هغوئ د بسن او جِلعاد په علاقه کښې، هلته په ښارونو او د شارون د څرن په ټولو مُلکونو کښې اوسېدل. |
|
| 17 |
|
| دا نسبنامه د يهوداه بادشاه يوتام او د اِسرائيل بادشاه يربعام په وخت کښې ليکلے شوې وه. |
|
| 18 |
|
| د روبين، جاد او د نمرخاتۀ طرف منسى په قبيلو کښې څلور څلوېښت زره اووۀ سوه او شپېتۀ فوجيان وُو، چې د ډالونو، تُورو او غشو په وړلو او استعمالولو باندې ښۀ پوهېدل. |
|
| 19 |
|
| هغوئ د جنګ دپاره د يطور، نفيس او نودب هاجرى قبيلو خِلاف لاړل. |
|
| 20 |
|
| د جنګ په وخت کښې هغوئ خُدائ پاک ته سوال وکړو، هغۀ د هغوئ فرياد واورېدو ځکه چې په هغۀ باندې يې ايمان لرلو. نو داسې هاجريانو او د هغوئ ټولو ملګرو شکست وخوړو. |
|
| 21 |
|
| د بنى اِسرائيلو نمرخاتۀ طرف ته قبيلو د دشمن نه پنځوس زره اوښان، دوه لاکه او پنځوس زره ګډې او دوه زره خرۀ ونيول او سل زره کسان يې جنګى قېديان کړل. |
|
| 22 |
|
| هغوئ ډېر دشمنان ووژل، ځکه چې خُدائ پاک په دې جنګ کښې د هغوئ مل وو. او هغوئ تر جلاوطنۍ پورې د هاجريانو په علاقه کښې اوسېدل. |
|
| 23 |
|
| د منسى نيمې قبيلې خلق د بسن په علاقه کښې د بعل حرمون، سنير او حرمون غر پورې اوسېدل او د هغوئ آبادى ډېره زياته شوه. |
|
| 24 |
|
| دا کسان د خپلو ډلو مشران وُو: عِفر، يسعى، اِلىايل، عزرائيل، يرمياه، هُوداوياه او يحدِاېل. هغوئ ټول ښۀ تکړه فوجيان او د خپلو ډلو مشهور مشران وُو. |
|
| 25 |
|
| خو خلقو د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک سره خيانت وکړو او د هغه نورو قومونو د معبودانو د عبادت په وجه يې د هغۀ خِلاف بغاوت وکړو کوم قومونه چې خُدائ پاک په هغه وخت تباه کړى وُو چې بنى اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل. |
|
| 26 |
|
| نو خُدائ پاک د اسور بادشاه پول ولېږلو چې د هغوئ په مُلک حمله وکړى (چې هغه په تغلت فلاسر باندې هم مشهور وو). هغۀ د روبين، جاد او د منسى نيمه قبيله وويستله او دې ته يې مجبور کړل چې تر نن پورې په خلح، خابور، هارا او د جوزان سيند سره اوسيږى. |
|
|
|
|