|
| 1 |
|
| اوس زما نه کشران هم په ما پورې خندا کوى، او دا هغه کشران دى چې د چا پلاران هم زما د رَمو د سپو برابر نۀ وو. |
|
| 2 |
|
| د هغوئ طاقت به ما له څۀ فائده راکړى؟ د هغوئ ټول زور ختم شوے دے. |
|
| 3 |
|
| هغوئ دومره غريبانان او اوږى وُو چې د شپې به يې په صحرا کښې د بوټو جرړې خوړلې. |
|
| 4 |
|
| هغوئ د صحرا نه بوټى راويستى دى او خوړلى يې دى، د هغوئ خوراک د جاړو بوټو جرړې دى. |
|
| 5 |
|
| هغوئ د معاشرې نه شړلے شوى دى، او خلق په هغوئ پسې داسې چغې وهى لکه چې دوئ غلۀ وى. |
|
| 6 |
|
| هغوئ د اوچو شوو دريابونو په مېدانونو کښې ژوند تېروى، او د زمکې په غارونو او ګټو کښې اوسيږى. |
|
| 7 |
|
| هغوئ د غنو بوټو لاندې غوريږى، او د جاړو بوټو لاندې به راغونډيږى. |
|
| 8 |
|
| هغوئ بېغېرته او بېاصله دى، او د مُلک نه شړلے شوى دى. |
|
| 9 |
|
| او اوس هغوئ په ما پورې په سندرو کښې خندا کوى، زۀ د هغوئ په سندرو کښې سپک يادېږم. |
|
| 10 |
|
| هغوئ زما نه نفرت کوى او هغوئ ما سره هيڅ تعلق نۀ لرى، او ښۀ په زړۀ ورتيا زما په مخ توکاڼى تُوکى. |
|
| 11 |
|
| ځکه چې خُدائ پاک زۀ کمزورے او عاجز کړے يم، نو ځکه هغوئ زما ادب نۀ کوى. |
|
| 12 |
|
| زما په مخکښې خلق راپاڅى او ومې غورزوى او زما په لار کښې دامونه اچوى. |
|
| 13 |
|
| هغوئ زما لار بندوى، او هغوئ زما د تباه کولو دپاره هر څۀ کوى، هغوئ ته پته ده چې زما د تپوس کولو والا څوک نشته. |
|
| 14 |
|
| هغوئ په ما باندې د هر طرف نه راشى، کله چې زۀ لاندې يم نو هغوئ په ما باندې راټوپ کړى. |
|
| 15 |
|
| اوس زۀ په يره کښې اوسېږم، او زما عزت هوا اوړے دے، او زما مال دولت د وريځو په شان فنا شوے دے. |
|
| 16 |
|
| او اوس زما روح زما نه وتلے دے، او د مصيبت په وخت کښې راګېر يم. |
|
| 17 |
|
| شپه زما د هډُوکو دپاره د دردونو سبب ګرځى، او چې کوم درد ما خورى په هغې کښې هيڅ کمے نۀ راځى. |
|
| 18 |
|
| خپل زورَور لاس سره خُدائ پاک زما جامې نيولې دى، هغۀ زۀ زما د چُوغې د غاړې نه نيولے يم. |
|
| 19 |
|
| هغۀ زۀ خټو ته غورزولے يم، او زۀ د خاورو او ايرو په شان شوے يم. |
|
| 20 |
|
| زۀ تا ته فرياد کوم او تۀ زما فرياد نۀ اورې، زۀ ستا په وړاندې ودرېږم خو تۀ ما ته ګورې قدرې هم نه. |
|
| 21 |
|
| تا ما سره زياتے شروع کړے دے، او د خپل طاقت سره ما له تکليف راکوې. |
|
| 22 |
|
| تا زۀ په هوا باندې اوچت کړے يم، او په طوفان کښې دې تباه کړے يم. |
|
| 23 |
|
| ما ته پته ده چې تۀ به ما مرګ له بوځې، هغه کور ته کوم چې د ټولو ژوندو دپاره تيار شوے دے. |
|
| 24 |
|
| څوک د ضرورتمندو خِلاف کار نۀ کوى، کله چې په يو مصيبت کښې هغوئ د مدد دپاره چغې وهى. |
|
| 25 |
|
| څوک چې په تکليف کښې وُو ولې ما د هغوئ دپاره ژړا ونۀ کړه څۀ؟ او زما زړۀ په غريبانانو باندې خفه نۀ وو څۀ؟ |
|
| 26 |
|
| خو کله چې ما د ښۀوالى لټون وکړو، نو بدوالے راغلو، او کله چې ما د رڼا اِنتظار وکړو، نو تيارۀ راغله. |
|
| 27 |
|
| زما زړۀ بېقراره او په تکليف دے، او سخت وخت په ما باندې راغلے دے. |
|
| 28 |
|
| زۀ په داسې تيارۀ کښې ګرځم چې رڼا نۀ وى، زۀ د خلقو په مخکښې ودرېږم او د مدد دپاره چغې وهم. |
|
| 29 |
|
| زۀ د ګيدړانو ورور يم، او د ګونګا ملګرے يم. |
|
| 30 |
|
| زما څرمن توره شى او وغورزيږى، او زما بدن د تبې په وجه سور وى. |
|
| 31 |
|
| زما د رباب ساز په ژړا بدل شوے دے، او زما د شپېلۍ آواز د ژړا نه ډک دے. |
|
|
: |
| 1 | | 2 | | 3 | | 4 | | 5 | | 6 | | 7 | | 8 | | 9 | | 10 | | 11 | | 12 | | 13 | | 14 | | 15 | | 16 | | 17 | | 18 | | 19 | | 20 | | 21 | | 22 | | 23 | | 24 | | 25 | | 26 | | 27 | | 28 | | 29 | | 30 | | 31 | 1
1
1 |
|
|---|
|
https://beblia.bible:81/BibleAudio/pashto2019/job/030.mp3
42
30