|
| 1 |
|
| په دې باندې هم زما زړۀ درزيږى، او ټوپونه وهى. |
|
| 2 |
|
| واورئ، واورئ، د خُدائ پاک د تندر آواز واورئ او د غړمبا آواز واورئ چې د هغۀ د خولې نه راځى. |
|
| 3 |
|
| د ټول آسمان لاندې هغه دا پړق وهى، او د هغۀ رڼا د دُنيا ګوټونو ته رسيږى. |
|
| 4 |
|
| بيا د هغۀ آواز شور جوړ کړى، او د هغۀ د تندر آوازونه د شان او شوکت سره راشى، کله چې د هغۀ آواز واورېدے شى نو هغه رڼاګانې نۀ ايساروى. |
|
| 5 |
|
| خُدائ پاک د خپل آواز سره زبردست تندر راولى، هغه داسې لوئ کارونه کوى چې مونږ پرې نۀ پوهيږو. |
|
| 6 |
|
| ځکه چې هغه واورې ته وائى چې په زمکه وورېږه، او باران ته وائى چې وورېږه، |
|
| 7 |
|
| نو هر يو کس خپل کار بس کړى چې د هغۀ طاقت وګورى. |
|
| 8 |
|
| بيا ځنګلى ځناور خپلو پناه ګاهو ته لاړ شى او په خپلو غارونو کښې پاتې شى. |
|
| 9 |
|
| د جنوب طرف نه طوفانى هوا راځى، او د شمال طرف نه د سختې هوا نه يخنى راځى. |
|
| 10 |
|
| د خُدائ پاک ساه د اوبو نه واوره جوړوى، او ډېرې اوبۀ په واوره باندې بدلې شى. |
|
| 11 |
|
| هغه وريځ د نمۍ نه ډکوى، او په وريځو کښې برېښنا پړقوى، |
|
| 12 |
|
| کله چې دا د خُدائ پاک په مرضۍ چليږى نو دا په ټوله دُنيا کښې د خُدائ پاک هر يو حُکم پوره کوى، |
|
| 13 |
|
| هغه دا کارونه ځکه کوى چې خلقو ته په کښې تکليف مِلاو شى يا کۀ نۀ ختمېدونکې مينه ورته ښائى. |
|
| 14 |
|
| اے ايُوبه، دا واوره، ودرېږه او د خُدائ پاک په دې عجيبه عجيبه کارونو باندې سوچ وکړه. |
|
| 15 |
|
| تا ته پته شته څۀ چې هغه طوفان څنګه قابو کوى، او د خپلې وريځې نه رڼا څنګه پړقوى؟ |
|
| 16 |
|
| تا ته پته شته چې وريځې په آسمان کښې څنګه روانې وى، دا د هغه چا عجيبه کارونه دى چې عِلم يې پوره دے، |
|
| 17 |
|
| کله چې تاسو په خپلو جامو کښې سوزئ او د جنوب طرف ته هوا بنده شى او يو څيز هم نۀ خوځيږى؟ |
|
| 18 |
|
| هغه په آسمانونو کښې سترګې برېښوونکې رڼا ځلوى. ولې تاسو هغه شان کولے شئ؟ |
|
| 19 |
|
| مونږ ته ووايئ چې هغۀ ته څۀ ووايو، زمونږ دماغ کار نۀ کوى چې خپله خبره بيان کړُو. |
|
| 20 |
|
| خُدائ پاک دې خبر شى څۀ چې زۀ خبرې کول غواړم، زۀ داسې ولې وکړم چې د دې په وجه مې تباه کړى؟ |
|
| 21 |
|
| په هغه وخت کښې رڼا ته هيڅ څوک نۀ شى کتلے کله چې دا په آسمان کښې تکه سپينه وى، په کوم وخت کښې چې هوا وريځ بوځى. |
|
| 22 |
|
| د شمال په طرف د سرو زرو جلوه ښکارى، د خُدائ پاک نه ګېرچاپېره لوئى، شان او شوکت تاو دے. |
|
| 23 |
|
| مونږ د قادر مطلق خُدائ د طاقت تصور نۀ شُو کولے، خو هغه بيا هم د اِنصاف والا او صادق دے، هغه مونږ نۀ تباه کوى. |
|
| 24 |
|
| نو په دې وجه بنى آدم د هغۀ نه يريږى، او څوک چې ځان هوښيار ګڼى نو هغه يې پرواه نۀ کوى.“ |
|
|
: |
| 1 | | 2 | | 3 | | 4 | | 5 | | 6 | | 7 | | 8 | | 9 | | 10 | | 11 | | 12 | | 13 | | 14 | | 15 | | 16 | | 17 | | 18 | | 19 | | 20 | | 21 | | 22 | | 23 | | 24 | 1
1
1 |
|
|---|
|
https://beblia.bible:81/BibleAudio/pashto2019/job/037.mp3
42
37