|
| 1 |
|
| بيا بِلداد شوحى ووئيل، |
|
| 2 |
|
| ”ترڅو پورې به تۀ دا خبرې کوې، او دا بک بک به جارى ساتې؟ |
|
| 3 |
|
| خُدائ پاک د اِنصاف نه نۀ اوړى. او د قادر خُدائ کارونه همېشه په حقه وى. |
|
| 4 |
|
| کۀ ستاسو بچو د هغۀ خِلاف ګناه کړې وى، نو هغوئ ته به د هغې بدله مِلاو شوې وى. |
|
| 5 |
|
| کۀ تۀ خُدائ پاک ولټوې او قادر خُدائ ته په دُعا کښې سوال وکړې، |
|
| 6 |
|
| کۀ تۀ صفا او صادق يې، نو هغه به په خپله راپاڅى او هغه به تا له خپل صحيح مقام واپس درکړى. |
|
| 7 |
|
| اګر چې ستا شروع معمولى شان وه، خو په مستقبل کښې به مالدار شې. |
|
| 8 |
|
| معلوماتو دپاره مخکښېنو نسلونو نه تپوس وکړه، او د هغوئ چې کومې تجربې دى په هغې غور وکړه. |
|
| 9 |
|
| ځکه چې مونږ پرون پېدا شوى يُو او مونږ ته هيڅ پته نۀ لګى، ځکه چې په زمکه باندې زمونږ وخت د سورى په شان روان دے. |
|
| 10 |
|
| خو پرېږده چې هوښيار مشران درته ښودنه وکړى، او د هغوئ وېنا ته غوږ نيسه. |
|
| 11 |
|
| چرته چې اوبۀ نۀ وى نو هلته لوخه نۀ را شنه کيږى، دا د اوبو نه بغېر نۀ کيږى. |
|
| 12 |
|
| او دا لا شنه وى او رېبلے شوې نۀ وى، خو د نورو واښو نه زر وچيږى. |
|
| 13 |
|
| نو چې څوک خُدائ پاک هېروى نو د هغوئ هم دغه لار ده، چې څوک د خُدائ نه منکر وى نو د هغوئ اُميد به ختم شى. |
|
| 14 |
|
| د هغوئ ايمان نازک وى، د هغوئ يقين د جولا د جالې په شان وى. |
|
| 15 |
|
| چې څوک په دې جاله يقين کوى نو هغوئ ته به دا جاله ټينګه نۀ شى، کۀ څوک ورپورې ځان وتړى، نو دا به يې برداشت نۀ کړى. |
|
| 16 |
|
| منکر کسان داسې ښکارى چې په نمر کښې رازرغون وى، او د دې څانګې په باغ کښې خورې ورې وى. |
|
| 17 |
|
| د هغوئ جرړې د کاڼو د ډېرى نه تاويږى، او دا کاڼى کلک نيسى. |
|
| 18 |
|
| خو کۀ هغوئ د خپل ځائ نه لرې کړے شى، نو بيا به هغوئ اِنکار وکړى او وائى به چې ما تاسو کله هم نۀ يې ليدلے. |
|
| 19 |
|
| ګوره، د هغوئ خوشحالى به د لږ وخت دپاره وى، خو نور بوټى راشنۀ شى او د دې ځائ ونيسى. |
|
| 20 |
|
| ګوره، خُدائ پاک به يو بېداغه کس نۀ رد کوى، او نۀ به د بدعمله خلقو مدد وکړى. |
|
| 21 |
|
| هغه به بيا هم تاسو له خوشحالى درکړى، او ستاسو خولې به د خندا نۀ ډکې کړى. |
|
| 22 |
|
| چې څوک ستا نه نفرت کوى نو هغوئ به په شرمونو وشرميږى، او د بدکارانو کور به تباه شى.“ |
|
|
|
|