|
| 1 |
|
| نو ايُوب ورته په جواب کښې وفرمائيل، |
|
| 2 |
|
| ”په حقيقت کښې ما ته پته ده چې دا هم داسې ده، خو بنى آدم د خُدائ پاک په مخکښې څنګه صادق کېدے شى؟ |
|
| 3 |
|
| کۀ يو کس د هغۀ سره لانجه کول وغواړى، نو هيڅ څوک به د هغۀ د زرګونو سوالونو نه د يو جواب هم ورنۀ کړى. |
|
| 4 |
|
| ځکه چې هغه زورَور او د حِکمت خاوند دے او څوک هم چې د هغۀ مخالفت کوى نو نقصان به اوچتوى. |
|
| 5 |
|
| هغه ناڅاپه غرونه خوځوى، او په غصه کښې يې تباه کوى، |
|
| 6 |
|
| څوک چې په زمکه زلزله راولى، او د دې بنيادونه خوځوى، |
|
| 7 |
|
| کۀ هغه حُکم وکړى نو نمر به راونۀ خېژى، او ستورى به ونۀ ځليږى، |
|
| 8 |
|
| چا چې يواځې آسمانونه خوارۀ کړى دى چا چې د سمندر چپې ايسارې کړې دى، |
|
| 9 |
|
| چا چې ټول ستورى جوړ کړى دى، په دې کښې دب اکبر، جبار او ثريا او جنوبى ستورى هم شامل دى. |
|
| 10 |
|
| څوک چې د عقل نه بهر لوئ لوئ کارونه کوى، او بېشمېره عجيبه عجيبه کارونه کوى. |
|
| 11 |
|
| ګوره، هغه زما نه تېر شو، خو زۀ هغه نۀ وينم، هغه تېريږى، خو زۀ د هغۀ په تلو نۀ پوهېږم. |
|
| 12 |
|
| چې هغه روح وباسى نو څوک يې منع کولے شى؟ څوک دا جرأت کولے شى چې ورته ووائى چې تۀ څۀ کوې؟ |
|
| 13 |
|
| خُدائ پاک به د خپلې غصې نه نۀ اوړى، هغۀ سمندرى بلاګانې هم د پښې لاندې چخڼى کړى دى. |
|
| 14 |
|
| نو زۀ څوک يم چې هغۀ له جواب ورکړم، او زۀ څوک يم چې د هغۀ سره بحث وکړم؟ |
|
| 15 |
|
| اګر چې زۀ بېګناه يم او زۀ هغۀ له جواب نۀ شم ورکولے، زۀ خپل قاضى ته صِرف د رحم درخواست کولے شم. |
|
| 16 |
|
| کۀ ما هغۀ ته آواز وکړو او هغۀ جواب راکړو، نو زما يقين نۀ دے چې هغه به زما فرياد واورى. |
|
| 17 |
|
| ځکه چې هغۀ زۀ په طوفان وهلے يم، او هغه بار بار ما زخمى کوى، |
|
| 18 |
|
| هغه به ما ساه اخستو ته پرې نۀ ږدى، خو زما ژوند به د غمونو نه ډک کړى. |
|
| 19 |
|
| کۀ دا د زور خبره وى، نو هغه طاقتور دے. کۀ دا د اِنصاف خبره وى، نو هغه عدالت ته څوک راغوښتے شى؟ |
|
| 20 |
|
| اګر چې زۀ بېګناه يم، خو زما خپله خولۀ به ما مجرم کړى، اګر چې زۀ بېداغه يم، خو خپله خولۀ به ما ګناهګار ثابِتوى. |
|
| 21 |
|
| زۀ بېداغه يم، زۀ خپل ځان هم نۀ پېژنم، زۀ خپل ژوند ته سپک ګورم. |
|
| 22 |
|
| ګناهګار او بېګناه ټول د خُدائ پاک په نظر کښې يو شان دى نو ځکه زۀ وايم، هغه بېداغه او بدکاره دواړه تباه کوى. |
|
| 23 |
|
| کله چې افت ناڅاپه مرګ راولى، نو هغه د بېګناه په غم پورې ټوقې کوى. |
|
| 24 |
|
| ټوله دُنيا د بدکاره په لاس کښې ورکړے شوې ده، خُدائ پاک د قاضيانو سترګې پټوى، کۀ هغه دا نۀ کوى نو بيا يې څوک کوى، او دا څوک دے؟ |
|
| 25 |
|
| زما ژوند د منډه وهونکى نه تېز دے، دا په منډه روان دے او هيڅ خوشحالى ورته نۀ ملاويږى. |
|
| 26 |
|
| زما ژوند د تېزې کشتۍ په شان روان دے، داسې لکه چې باز په ښکار باندې غوټه شى. |
|
| 27 |
|
| کۀ اراده وکړم چې خپل شکايت پرېږدم، نو زۀ به خپل خفګان په خوشحالۍ بدل کړم، |
|
| 28 |
|
| زۀ د خپلو ټولو تکليفونو نه يرېږم، ځکه چې زۀ په دې پوهيږم چې تاسو به ما بې ګناه ونۀ ګڼئ. |
|
| 29 |
|
| چې زۀ مجرم ګڼلے شم، نو زۀ بيا بېفائدې خوارى ولې کوم؟ |
|
| 30 |
|
| کۀ زۀ خپل ځان په واوره ووينځم او خپل لاسونه په صابون پاک کړم، |
|
| 31 |
|
| خو تۀ به ما يوې ګنده کندې ته وروغورزوې، او زما خپلې جامې به زما نه نفرت کوى. |
|
| 32 |
|
| هغه زما په شان فانى انسان نۀ دے، نو ځکه نۀ ورسره بحث کولے شم او نۀ يې د جرګې ځائ ته بوتلے شم. |
|
| 33 |
|
| زمونږ په مينځ کښې روغه کوونکے نشته، چې هغه زمونږ دواړو روغه جوړه وکړى. |
|
| 34 |
|
| کۀ مينځګړے ما د خُدائ پاک د سزا نه بچ کړى نو زۀ به بيا په يره کښې ژوند نۀ تېروم. |
|
| 35 |
|
| بيا به زۀ ډاډه خبرې کوم چې د هغۀ يره زما په زړۀ کښې نۀ وى خو چې ترڅو پورې دا يره وى نو زۀ نۀ شم کولے. |
|
|
|
|