Pakistani Yousafzai Pashto
|
| 1 |
| ”هغوئ د ماشوموالى نه په ما باندې ډېر زياتے کړے دے،“ بنى اِسرائيل پرېږده چې داسې ووائى. |
| 2 |
| ”هغوئ د ماشوموالى نه په ما باندې ډېر زياتے کړے دے، خو هغوئ ما ته شکست نۀ دے راکړے. |
| 3 |
| زما دشمنانو زۀ دومره وهلے يم، لکه د يوه کوونکى په شان يې زما په ملا اوږدې پولې جوړې کړې دى.“ |
| 4 |
| خو مالِک خُدائ صادق دے، او زۀ يې د شريرانو د رسۍ نه آزاد کړے يم. |
| 5 |
| هر څوک چې د صيون نه کرکه کوى، هغوئ به په شرم وشرميږى او شکست به وخورى. |
| 6 |
| هغوئ دې د چت د واښو په شان اوچ شى، کوم چې د غټېدو نه وړاندې اوچ شى. |
| 7 |
| د لَوګرو لاسونه دې پرې ډک نۀ شى، څوک يې چې راټولوى نو د هغۀ غېږه دې پرې ډکه نۀ شى. |
| 8 |
| هغوئ څوک چې پرې تېريږى دا دې نۀ وائى، چې، ”د مالِک خُدائ برکت دې په تا وى، مونږ تا ته د مالِک خُدائ په نوم برکت درکوو.“ |
| یادښتونه خوندي کړئ |
https://beblia.bible:81/BibleAudio/pashto2019/psalms/129.mp3
150
129