|
| 1 |
|
| د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے. د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 2 |
|
| د خُدائ پاک شُکر ګزارى وکړئ، چې د معبودانو خُدائ پاک دے. د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 3 |
|
| د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ چې د مالِکانو مالِک خُدائ دے. د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 4 |
|
| د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چې صرف هغه لوئې معجزې کوى، د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 5 |
|
| او هغه چا چې آسمانونه يې په حِکمت سره پېدا کړل، د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 6 |
|
| او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې زمکه د اوبو دپاسه خوره کړله، د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 7 |
|
| او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې آسمانى رڼاګانې پېدا کړې، د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 8 |
|
| نمر په ورځ باندې بادشاهى کوى، د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 9 |
|
| سپوږمۍ او ستورى په شپه باندې حکومت کوى، د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 10 |
|
| د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې مِصريانو له وړومبى پېدا شوى هلاک کړل، د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 11 |
|
| هغۀ بنى اِسرائيل د مِصر د مينځ نه راوويستل، د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 12 |
|
| چا چې په هغه وخت د خپل طاقت او قدرت څرګندونه وکړه، د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 13 |
|
| او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې بحرِقُلزم په مينځ دوه کړو، د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 14 |
|
| او هغۀ بنى اِسرائيل د دې په مينځ کښې بوتلل، د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 15 |
|
| خو فِرعون سره د نوکرانو په بحرِقُلزم کښې غرق شو، د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 16 |
|
| او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې د خپلو خلقو په بيابان کښې لارښودنه وکړله، د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 17 |
|
| د هغۀ شُکر ګزارى کوئ چا چې لوئ بادشاهان رانسکور کړل، د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 18 |
|
| او هغۀ تکړه بادشاهان هلاک کړل، د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 19 |
|
| سيحون د اموريانو بادشاه يې مړ کړلو، د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 20 |
|
| عوج د بسن بادشاه يې مړ کړلو، د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 21 |
|
| او هغۀ د هغوئ مُلک دوئ ته په ميراث کښې ورکړو، د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 22 |
|
| او په ميراث کښې يې خِدمتګار بنى اِسرائيل ته ورکړو، د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 23 |
|
| د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا ته چې مونږ د کمزورتيا په حالت کښې ياد وُو، د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 24 |
|
| او مونږ يې د خپلو دشمنانو نه خلاص کړلو، د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 25 |
|
| او څوک چې هر يو مخلوق ته رزق ورکوى، د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
| 26 |
|
| د آسمانونو د خُدائ شُکر ادا کړئ، د هغۀ مينه ابدى ده. |
|
|
|
|