|
| 1 |
|
| هر وخت به زۀ د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم، زۀ به په خپله ژبه ټول عمر د هغۀ ثناء صِفت کوم. |
|
| 2 |
|
| په مالِک خُدائ به زما روح فخر کوى، بېوسه خلق دې خوشحالى کوى. |
|
| 3 |
|
| راځئ ما سره د مالِک خُدائ لوئى بيان کړئ، او په شريکه د هغۀ نوم ته لوئى ورکړئ. |
|
| 4 |
|
| نو هغه ما ته جواب راکوى کله چې زۀ د مالِک خُدائ نه سوال کوم، زۀ يې د خپلې هرې يرې نه خلاص کړم. |
|
| 5 |
|
| څوک چې په هغۀ توکل کوى نو د خوشحالۍ نه ځليږى، مختورن به نۀ وى او نۀ به شرميږى. |
|
| 6 |
|
| مالِک خُدائ زما عاجز دُعا واورېدله، د خپلو ټولو تکليفونو نه هغۀ زۀ خلاص کړم. |
|
| 7 |
|
| د مالِک خُدائ فرښتې د هغه خلقو نه ګېرچاپېره وى، بچ ساتى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه په ويره وى. |
|
| 8 |
|
| د مالِک خُدائ ښۀ والے وآزمايئ او وګورئ چې هغه څومره ښۀ دے. څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى هغه بختور دے، |
|
| 9 |
|
| اے ټولو مقدسينو د مالِک خُدائ نه يره کوئ، د هغوئ به د هيڅ څيز کمے نۀ وى څوک چې ترې نه يره کوى. |
|
| 10 |
|
| د زمرى بچى به اوږى او کمزورى شى، خو د چا چې په مالِک خُدائ باندې توکل وى هغه به د هيڅ څيز محتاجه نۀ شى، |
|
| 11 |
|
| راځئ، زما بچو، ما ته غوږ شئ، نو تاسو به د مالِک خُدائ د يرې نه خبر کړم. |
|
| 12 |
|
| په تاسو کښې څوک داسې شته چې ډېر اوږد عمر غواړى ښې او نېک بختې ورځې ليدل غواړى، |
|
| 13 |
|
| نو په خپلې ژبې سره بد مۀ وايئ او په خپلو شونډو سره دروغ مۀ وايئ. |
|
| 14 |
|
| ښۀ کوئ او د بدو نه ځان ساتئ، امن قائم ساتئ او د هغې کوشش کوئ. |
|
| 15 |
|
| د مالِک خُدائ نظر په صادقانو وى او د هغوئ فريادونه اورى. |
|
| 16 |
|
| خو مالِک خُدائ د هغوئ خلاف وى څوک چې بد کارونه کوى، او د هغوئ نام و نشان د زمکې د مخ نه ورَکَوى. |
|
| 17 |
|
| نو مالِک خُدائ يې اورى کله چې صادقان فرياد کوى، او د ټولو مصيبتونو نه ورته خلاصون ورکوى. |
|
| 18 |
|
| مالِک خُدائ هغه چا ته ورنزدې دے څوک چې غمژن وى او هغوئ ته خلاصون ورکوى څوک چې بېحوصلې وى. |
|
| 19 |
|
| کۀ هر څو يو صادق انسان د مصيبتونو سره مخ شى، خو مالِک خُدائ د هغه ټولو نه هغۀ ته خلاصون ورکوى. |
|
| 20 |
|
| نو مالِک خُدائ د هغۀ د ټولو اندامونو حفاظت کوى، چې کله به د هغوئ نه يو هم مات نۀ شى. |
|
| 21 |
|
| بدعمله به په خپله بدکارۍ ټول تباه شى، او د صادقانو دشمن ته به سزا ورکړے شى. |
|
| 22 |
|
| خو مالِک خُدائ به خپلو خادِمانو ته خلاصون ورکوى، هيڅ يو به هم مجرم نۀ شى څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى. |
|
|
: |
| 1 | | 2 | | 3 | | 4 | | 5 | | 6 | | 7 | | 8 | | 9 | | 10 | | 11 | | 12 | | 13 | | 14 | | 15 | | 16 | | 17 | | 18 | | 19 | | 20 | | 21 | | 22 | 1
1
1 |
|
|---|
|
https://beblia.bible:81/BibleAudio/pashto2019/psalms/034.mp3
150
34