|
| 1 |
|
| اے قومونو تاسو ټول دا واورئ، څوک چې په دُنيا کښې اوسېږئ ما ته غوږ ونيسئ، |
|
| 2 |
|
| خاصو او عامو، مالدارو او غريبانو واورئ، |
|
| 3 |
|
| زما ژبه په حِکمت سره خبرې بيانوى، او د زړۀ بيان مې خلقو ته پوهه ورکوى. |
|
| 4 |
|
| زۀ به متلونو ته خپل غوږ ونيسمه، د رباب په ساز کښې به زۀ د راز وينا وکړمه، |
|
| 5 |
|
| نو زۀ به ولې يرېږمه کۀ سخته په ما راشى، کله چې د دوکه مارو په شرارتونو کښې راګېر شم. |
|
| 6 |
|
| دوئ چې په خپل مال دولت باندې يقين لرى، او په خپل ډېر مال دولت فخر کوى. |
|
| 7 |
|
| هيڅوک د چا د ژوند قيمت ورکولے نۀ شى، او نۀ خُدائ پاک له د هغۀ د سر کفاره ورکولے شى. |
|
| 8 |
|
| د ژوندون قيمت بېبها دے، د ژوندون دپاره هيڅ قيمت پوره نۀ دے. |
|
| 9 |
|
| چې هغه دې تر ابده ژوندے پاتې شى، او هيڅکله دې قبر ته لاړ نۀ شى. |
|
| 10 |
|
| نو ټول خلق به ووينى چې پوهان هم مړۀ کيږى، جاهلان او بېوقوفان به يو ځائ هلاک شى. او د ټولو نه به مال دولت نورو ته پاتې شى |
|
| 11 |
|
| قبر د هغوئ ابدى کور دے، چرته چې به هغوئ د تل دپاره وى، کۀ څۀ هم چې هغوئ جائيدادونه په خپل نوم خېژولى دى. |
|
| 12 |
|
| خو انسانان د خپل دولت په وجه ژوندى پاتې کېدے نۀ شى، او هغوئ به لکه د ځناور په شان مړۀ شى. |
|
| 13 |
|
| دا د هغوئ نصيب دے څوک چې په خپل ځان توکل کوى، او څوک چې د دوئ په لاره روان وى. |
|
| 14 |
|
| د ګډو د رمې په شان هسې به د مرګ کندې ته ګزار شى، چرته چې مرګ به د دوئ شپون وى. په سحر کښې به نېکان په دوئ حکومت کوى، د دوئ بدن به په قبر کښې ختم شى، او قبر به د دوئ کور شى. |
|
| 15 |
|
| خو خُدائ پاک به ما له د قبر نه خلاصون راکړى، ځکه چې هغه به ضرور ما خپل ځان ته راکاږى. |
|
| 16 |
|
| هيڅکله مۀ خفه کېږه کۀ يو سړے مالداره کيږى، او د چا د کور شان او شوکت چې زياتيږى. |
|
| 17 |
|
| ځکه چې کله هغه مړ شى د ځان سره به هيڅ څيز نۀ وړى، د هغۀ شان او شوکت به قبر ته د هغۀ سره نۀ ځى، |
|
| 18 |
|
| کله چې هغه ژوندے وو خپل ځان يې بختور ګڼلو، خلقو يې صِفتونه کول کله چې مالداره وو. |
|
| 19 |
|
| خو د خپل پلار او نيکۀ په شان دوئ به آخر مړۀ شى، نو کله به هم دوئ د ژوندون رڼا ونۀ وينى. |
|
| 20 |
|
| هغه څوک چې ډېر مال او دولت لرى خو دے نۀ پوهيږى چې دوئ به د ځناورو په شان ختميږى. |
|
|
: |
| 1 | | 2 | | 3 | | 4 | | 5 | | 6 | | 7 | | 8 | | 9 | | 10 | | 11 | | 12 | | 13 | | 14 | | 15 | | 16 | | 17 | | 18 | | 19 | | 20 | 1
1
1 |
|
|---|
|
https://beblia.bible:81/BibleAudio/pashto2019/psalms/049.mp3
150
49