|
| 1 |
|
| اے خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې. د زړۀ نه ستا په لټون کښې يم، روح او زما ځان ستا تږے دے، لکه اوبۀ چې نۀ وى په زمکه خشکه او شاړه. |
|
| 2 |
|
| تۀ ما په خپل مقدس مقام کښې ليدلے يې، او ستا جلال او زور هم ما ليدلے دے. |
|
| 3 |
|
| ستا نۀ ختمېدونکې مينه د ژوند نه ښۀ ده، نو ځکه به زما شونډې ستا لوئى بيانوى. |
|
| 4 |
|
| ترڅو چې زۀ ژوندے يم ستا ثناء صِفت به ادا کوم، او خپل لاسونه به په دُعا کښې ستا په نوم پورته کړم. |
|
| 5 |
|
| ځان به زما داسې موړ شى لکه په غوره خوراک. زۀ به په خوشحالۍ سره وايم ستا ثناء او صِفت، |
|
| 6 |
|
| زۀ چې پروت يمه په کټ کښې هم تا يادوم، ستا په حقله شپه کښې ټوله شپه فکر کوم. |
|
| 7 |
|
| ځکه چې تۀ زما مددګار يې، په سورى د وزرو کښې ستا د خوشحالۍ سندرې وايم. |
|
| 8 |
|
| ما خپل ځان تا پورې تړلے دے، ستا زورَور لاس زۀ په امان کښې ساتلے يم. |
|
| 9 |
|
| څوک چې کوشش کوى زما د وژلو، خو دوئ به ټول لاړ شى لاندې د خاورو. |
|
| 10 |
|
| په جنګ کښې به هغوئ لاندې شى د تُورو، او دوئ به شى خوراک د ګيدړانو. |
|
| 11 |
|
| خو بادشاه به خوشحاليږى د خُدائ پاک په نوم، او ټولو چا چې د خُدائ په نوم قسم خوړلے، هغوئ به د هغۀ ثناء صِفت کوى، ځکه چې د دروغژنو خولې به بندې شى. |
https://beblia.bible:81/BibleAudio/pashto2019/psalms/063.mp3
150
63