Pakistani Yousafzai Pashto
|
| 1 |
| په صيون کښې، پاکه خُدايه، تۀ د ثناء صِفت لائق يې. منښتې به هم تا ته وړاندې کيږى |
| 2 |
| تۀ په خپله د ټولو دُعاګانې اورې، ټول خلق به تا ته راشى. |
| 3 |
| کله چې مونږ د خپلو ګناهونو لاندې راګېر شولو، نو زمونږ ټول ګناهونه دې معاف کړل. |
| 4 |
| بختور دى هغوئ څوک چې تا په خپله غوره کړى دى، چې ستا په دربار کښې اوسيږى او خپل ځان ته دې نزدې کړى دى. مونږ به ستا د مقدس کور په نعمتونو ماړۀ کړې. |
| 5 |
| تا زمونږ دُعا داسې قبوله کړه چې تا زمونږ دپاره د صداقت حېرانونکې کارونه کړى دى، اے زمونږ خلاصونکيه زمونږ پاکه خُدايه. د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې، او تر لرې سمندرونو پورې تۀ د هر چا اُميد يې. |
| 6 |
| تا چې غرونه په خپل زور ودرولې دى، خپل ځان دې په طاقت سمبال کړے دے. |
| 7 |
| ستا په حُکم د سمندر زورَورى چپې او موجونه قلاريږى، او هم ستا په حُکم د قومونو چغې سورې په قلاريږى. |
| 8 |
| ستا د عجيبه کارونو نه دا دُنيا د يو سره تر بله ټوله يريږى، د نمر ختو نه د نمر پرېوتو پورې تۀ د خلقو د خوشحالۍ د آوازونو سبب کېږې. |
| 9 |
| تۀ د زمکې خيال ساتې اوبۀ ورکوې او ښۀ يې زرخيزه کوې، د خُدائ پاک سيندونه د اوبو نه ډک شُو. نو خلقو ته د غلې دانې بندوبست وشو. نو دغه شان دې په زمکه انتظام وکړو. |
| 10 |
| قُلبه شوې پټى په باران سيرابه کوې، لوړې ژورې او لوټې يې هواروې. په باران سره يې نرموې، او فصلونو ته يې برکت ورکوې. |
| 11 |
| تا کال ته په آبادۍ سره برکت ورکړو، تر دې چې ګاډۍ او کوڅې دې دانو نه انبار کړې. |
| 12 |
| د صحراګانو د څرند ځايونه دې سرسبزه کړل، او د غرونو لمنو ته دې د خوشحالۍ جامې واغوستې. |
| 13 |
| د څرند ځايونه د رمو نه ډک شو، او ټول پټى د دانو نه ډک شو. هر څيز نعرې وهى او د خوشحالۍ سندرې وائى. |
| یادښتونه خوندي کړئ |
https://beblia.bible:81/BibleAudio/pashto2019/psalms/065.mp3
150
65