Pakistani Yousafzai Pashto
|
| 1 |
| خُدائ پاک په يهوداه کښې مشهور دے، د هغۀ په بنى اِسرائيلو کښې لوئ نوم دے. |
| 2 |
| د هغۀ خېمه په شاليم کښې ده، او د هغۀ استوګنه په صيون کښې ده. |
| 3 |
| هلته هغۀ د اور غشى مات کړل، ډالونه او تُورې او وسله يې د جنګ مات کړل. |
| 4 |
| تۀ نُور او جلال لرې، د اوچتو غرونو نه زيات شان او شوکت لرې. |
| 5 |
| د دشمنانو تکړه کسان هلته لوټ شول او په ابدى خوب اودۀ شول. يو جنګيالى بيا هم خپل لاسونه اوچتولے نۀ شول. |
| 6 |
| ستا په رټلو، اے د يعقوب پاکه خُدايه، آسونه او سورلى يې دواړه شول په خوب اودۀ. |
| 7 |
| صرف ستا نه يرېدل په کار دى، کله چې تۀ په قهر يې څوک ستا په وړاندې ودرېدے شى؟ |
| 8 |
| کله چې تا د آسمان نه د اِنصاف نعره وکړه. نو زمکه ويرېدله او خاموشه شوه |
| 9 |
| اے پاکه خُدايه، کله چې تۀ د عدالت دپاره ودرېږې، چې د دُنيا ټول مظلومان بچ کړى. |
| 10 |
| ځکه د انسانانو غصه ستا د ثناء سبب جوړيږى، او د هغوئ د قهر نتيجه ستا د جلال باعث جوړيږى. |
| 11 |
| مالِک خُدائ خپل خُدائ ته منښتې ومنئ او هغه بيا ورکړئ، هغوئ ټول چې د هغۀ په خوا او شا کښې دى، او د چا نه چې يرېدل په کار دى هغۀ ته دې نذرونه ورکړى، |
| 12 |
| هغه حاکمان عاجزان کوى، او د زمکې بادشاهان د هغۀ نه يره کوى. |
| یادښتونه خوندي کړئ |
https://beblia.bible:81/BibleAudio/pashto2019/psalms/076.mp3
150
76