|
| 1 |
|
| ما د مدد دپاره خُدائ پاک ته ژړا وکړه، ما ژړا وکړه خُدائ پاک ته چې زما واوره. |
|
| 2 |
|
| کله چې ما باندې سخته وه مالِک خُدائ مې راياد کړے وو. ټوله شپه مې خپل لاسونه د دُعا دپاره اوچت کړى وُو. خو بيا هم زما زړۀ بېقراره وو. |
|
| 3 |
|
| اے پاکه خُدايه، په دردونو کښې زۀ تا يادوم، او روح مې مړاوے شو او زۀ په فکر کښې ډوب شوم. |
|
| 4 |
|
| ستا نه ټوله شپه سترګې پټولے نۀ شم، زۀ د ډېرې پرېشانۍ نه خبرې کولے نۀ شم. |
|
| 5 |
|
| ما په تير شوو ورځو سوچ کولو، په تېر شوو کالونو باندې مې سوچ کولو. |
|
| 6 |
|
| ما ټوله شپه خپل سرودونه يادول، په سوچونو کښې ډوب شوے وم او سوالونه راته پېدا شول، |
|
| 7 |
|
| ”ولې مالِک خُدائ به د تل دپاره ما شړى څۀ؟ ولې هغه به بيا خپله مِهربانى ما ته نۀ ښائى څۀ؟ |
|
| 8 |
|
| ولې د هغۀ نۀ ختمېدونکې مينه د تل دپاره ختمه شوه څۀ؟ ولې د هغۀ وعده د تل دپاره ناکاميابه شوه څۀ؟ |
|
| 9 |
|
| ولې خُدائ پاک مهربانى هېره کړې ده څۀ؟ ولې په غصه کښې هغۀ خپل رحم واپس کړے دے څۀ؟“ |
|
| 10 |
|
| نو بيا ما خپل ځان سره ووئيل چې، ”زۀ څومره دردمند يم، چې د خُدائ تعالىٰ ښے لاس نور ما سره نۀ دے.“ |
|
| 11 |
|
| زۀ به د مالِک خُدائ کارونه راپه ياد کړم. زۀ به ستا پخوانۍ معجزې رايادې کړم، |
|
| 12 |
|
| زۀ به ستا په ټولو کارونو سوچ وکړم، او ستا په ټولو کارونو به فکر وکړم، |
|
| 13 |
|
| اے پاکه خُدايه، ستا لارې او طريقې مقدسې دى، داسې کوم يو خُدائ دے چې زمونږ خُدائ پاک ته رسى؟ |
|
| 14 |
|
| تۀ هغه خُدائ پاک يې چې معجزې کوى، تۀ خپل قدرت د قومونو په مينځ کښې ښکاره کوې. |
|
| 15 |
|
| په خپلو تکړه لاسونو دې خپلو خلقو ته خلاصون ورکوې، د يعقوب او د يوسف اولاد ته خلاصون ورکوې. |
|
| 16 |
|
| اے پاکه خُدايه، کله چې اوبو تۀ وليدلې، نو په اوبو باندې يرې نه لړزان راغلو، او په ژورو اوبو باندې سخته يره راغله. |
|
| 17 |
|
| وريځو بارانونه راوورول، او په آسمان کښې د تندر آوازونه شول، او ستا د برېښنا غشى په کښې پړقېدل. |
|
| 18 |
|
| ستا د تندر آوازونه په طوفان کښې واورېدے شول، ستا برېښنا ټوله دُنيا رڼا کړه، زمکه په لړزان او رپېدو شوه. |
|
| 19 |
|
| ستا لار د سمندر په مينځ کښې ده، او په خطرناکو اوبو کښې ستا لاره ده، کۀ څۀ هم چې د پښې نښه دې نۀ ښکارېده. |
|
| 20 |
|
| تا د خپلو خلقو رهنمائى لکه د رمو وکړه، د هارون او د موسىٰ په لاس دې د هغوئ رهنمائى وکړه. |
|
|
: |
| 1 | | 2 | | 3 | | 4 | | 5 | | 6 | | 7 | | 8 | | 9 | | 10 | | 11 | | 12 | | 13 | | 14 | | 15 | | 16 | | 17 | | 18 | | 19 | | 20 | 1
1
1 |
|
|---|
|
https://beblia.bible:81/BibleAudio/pashto2019/psalms/077.mp3
150
77