Pakistani Yousafzai Pashto
|
| 1 |
| خُدائ پاک په خپل آسمانى دربار کښې ولاړ دے، او د نورو معبودانو په مينځ کښې عدالت کوى، |
| 2 |
| ”ترڅو پورې به تاسو په بېاِنصافۍ سره فېصلې کوئ، ترڅو پورې به تاسو د بدکارو طرفدارے کوئ؟ |
| 3 |
| د غريب او د يتيم د حق نه حفاظت وکړئ، او د حاجتمندو او بېوسو د حق سره اِنصاف کوئ. |
| 4 |
| کمزورى او حاجتمند بچ کړئ، او هغوئ د بدعملو د لاسونو نه خلاص کړئ.“ |
| 5 |
| ظالمانو ته هيڅ پته نشته او په هيڅ نۀ پوهيږى. دوئ په تيارو کښې ګرځيږى، د زمکې ټول بنيادونه خوځېدلى دى. |
| 6 |
| ما وئيل چې، ”تاسو خو خُدايان يئ، تاسو ټول د خُدائ تعالىٰ بچيان يئ. |
| 7 |
| خو تاسو به هم د فانى مخلوق په شان مړۀ شئ، تاسو به هم لکه د نورو بادشاهانو راګزار شئ.“ |
| 8 |
| پاکه خُدايه، راپاڅه، د دې زمکې عدالت وکړه، ځکه چې ټول قومونه ستا ميراث دى. |
| یادښتونه خوندي کړئ |
https://beblia.bible:81/BibleAudio/pashto2019/psalms/082.mp3
150
82