|
| 1 |
|
| دا ښۀ خبره ده چې ستا ثناء صِفت وکړُو مالِکه خُدايه، او په حمدونو کښې ستا د نوم ستائينه وکړُو خُدائ تعالىٰ. |
|
| 2 |
|
| هر سحر چې ستا ابدى مينه ياده کړُو، او په شپه کښې ستا وفادارى ياده کړُو، |
|
| 3 |
|
| د بينجو په لس تاريزه ساز کښې، او د رباب په سازونو کښې. |
|
| 4 |
|
| ځکه چې تا زۀ په خپلو کارونو خوشحاله کړے يم. ستا د لاسونو په کارونو زۀ د خوشحالۍ سندرې وايم. |
|
| 5 |
|
| اے مالِکه خُدايه، ستا کارونه څومره لوئ دى، او ستا سوچونه څومره ژور دى. |
|
| 6 |
|
| بېاحساسه خلق په دې نۀ پوهيږى، او کم عقل په دې نۀ پوهيږى. |
|
| 7 |
|
| بدکاران کۀ څۀ هم لکه د واښو هسې راټوکيږى، او ټول بدکاران کۀ اوچتيږى، خو بيا هم دوئ به د تل دپاره تباه کيږى. |
|
| 8 |
|
| خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، اوچت يې تر ابده. |
|
| 9 |
|
| په يقين سره ستا دشمنان به مالِکه خُدايه تباه شى، او ټول بدکاران به تالا والا شى، |
|
| 10 |
|
| لکه د ځنګلى غوَيى په شان تا زما ښکر اوچت کړے دے. په ښۀ تېلو باندې دې غوړ کړے يم. |
|
| 11 |
|
| زما سترګو زما د دشمنانو شکست وليدلو، زما غوږونو زما د بدکارو دشمنانو وريتې چغې واورېدلې. |
|
| 12 |
|
| صادقان به لکه د کجورې د ونې په شان ترقى کوى، او دوئ به لکه د لبنان د دِيار غوندې لوئيږى. |
|
| 13 |
|
| هغه چې د مالِک خُدائ په کور کښې کَرلے شوى وى، دوئ به زمونږ د خُدائ پاک په دربار کښې غوړيږى. |
|
| 14 |
|
| تر دې چې به په زوړ عمر کښې هم مېوه نيسى، دوئ به هر وخت تازه او شنۀ وى. |
|
| 15 |
|
| نو داسې به دوئ دا ښکاره کړى چې مالِک خُدائ رښتينے دے، هغه زما د پناه ګټ دے او په دۀ کښې څۀ بېاِنصافى نشته. |
|
|
: |
| 1 | | 2 | | 3 | | 4 | | 5 | | 6 | | 7 | | 8 | | 9 | | 10 | | 11 | | 12 | | 13 | | 14 | | 15 | 1
1
1 |
|
|---|
|
https://beblia.bible:81/BibleAudio/pashto2019/psalms/092.mp3
150
92