Pakistani Yousafzai Pashto
|
| 1 |
| مالِک خُدائ بادشاه دے ټوله دُنيا دې خوشحالى وکړى، او ټولې لرې جزيرې دې خوشحالى وکړى. |
| 2 |
| او درنې وريځې او تيارې ترې نه راتاوې دى، اِنصاف او صداقت دواړه د هغۀ د تخت بنيادونه دى. |
| 3 |
| د هغۀ نه وړاندې اور روان وى، په هر اړخ د هغۀ دشمنان سوزوى. |
| 4 |
| د هغۀ برېښنا ټوله دُنيا رڼا کوى، زمکه چې دا ګورى نو په لړزان وى. |
| 5 |
| د مالِک خُدائ په وړاندې غرونه لکه موم داسې ويلى کيږى، د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ په مخکښې داسې کيږى. |
| 6 |
| آسمانونه د هغۀ صداقت بيانوى، او ټول قومونه د هغۀ جلال وينى. |
| 7 |
| هر هغه څوک چې د بُتانو عبادت کوى په شرم به وشرميږى، هغوئ هم څوک چې په بېکاره بُتانو نازيږى. اے ټولو معبودانو هغۀ ته سجده وکړئ. |
| 8 |
| د صيون ښار دا اورى او خوشحاليږى او د يهوداه کلى خوشحاله دى، ځکه ستا د عدالت په وجه مالِکه خُدايه دوئ خوشحاله دى. |
| 9 |
| ځکه تۀ، اے مالِکه خُدايه، په ټوله زمکه باندې د ټولو نه اوچت يې، او تۀ په ټولو معبودانو کښې د ټولو نه ښۀ او اوچت يې. |
| 10 |
| څوک چې د مالِک خُدائ سره مينه کوى نو هغوئ دې د بدۍ نه نفرت کوى، هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى، او هغه يې د بدعملو نه بچ کوى. |
| 11 |
| نُور په صادقانو وځلېدلو، او خوشحالى شوه په هغوئ د چا زړونه چې صفا وُو. |
| 12 |
| په مالِک خُدائ کښې خوشحالى وکړئ تاسو څوک چې صادقان يئ، او د هغۀ د مقدس نوم ثناء ووايئ. |
| یادښتونه خوندي کړئ |
https://beblia.bible:81/BibleAudio/pashto2019/psalms/097.mp3
150
97