|
| 1 |
|
| ستا پښې په څپلو کښې څومره ښُکلې ښکارينه، اے د شهزادګۍ لورې. ستا غونډى پتونونه د قيمتى کاڼو په شان دينه، لکه چې دا يو ماهر زرګر جوړ کړى وينه. |
|
| 2 |
|
| ستا نوم د يوې پيالۍ په شان دېنه لکه چې د خوشبوداره ميو نه ډکه وينه. ستا پښې لکه د غنمو د ګېډۍ په شان دينه چې ګېرچاپېره ترې نه د لاله ګلونه راتاو شوى وينه. |
|
| 3 |
|
| ستا سينې لکه د هوسو د جوړه بچو په شان دينه، |
|
| 4 |
|
| ستا غړۍ لکه د هاتى د غاښونو نه جوړه شوې مينارې په شان ښائسته ده نه. ستا سترګې د حسبون ښار د ځلېدونکو تالابونو په شان دينه، کوم تالابونه چې د دې ښار د بيترابيم دروازې سره دينه. ستا پوزه د لبنان د برج په شان ښائسته ده نه چې د دمشق ښار ترې نه ښکارينه. |
|
| 5 |
|
| ستا سر لکه د کرمل د غرۀ په شان اوچت دېنه، ستا د زلفو ښائست لکه د شاهى ګُلکارۍ په شان دېنه تر دې چې بادشاهان هم ستا د کمڅو د ولونو بنديوان دينه. |
|
| 6 |
|
| اے محبوبې، تۀ څومره ښُکلې او حسينه ينه، تۀ څومره د خوشحالو نه ډکه ينه. |
|
| 7 |
|
| ستا قد او قامت د کجورې د ونې په شان دېنه، او ستا سينې د مېوو د غونچو په شان دينه. |
|
| 8 |
|
| ما وئيل زۀ به د کجورې ونې ته وخېژمه او کجورو ته به يې لاس وروړمه. ستا سينې دې د مېوو د غونچو په شان وينه، او ستا د خولې خوشبو دې لکه د سيوانو په شان وينه. |
|
| 9 |
|
| او ستا شونډې د اعلىٰ ميو په شان دينه. نو دا مے دې زما د جانان په غاښونو او شونډو باندې په نرمۍ سره وبهيږينه. |
|
| 10 |
|
| زۀ د خپل جانان يمه، او د هغۀ زړۀ ما غواړينه. |
|
| 11 |
|
| زما جانانه راشه، راځه چې بهر پټو ته لاړ شُو نه او هلته په کلى کښې شپه تېره کړو نه. |
|
| 12 |
|
| راځه چې سحر وختى پاڅيږونه او د انګورو باغونو ته لاړ شونه چې د انګورو د ځيلو راټوکېدل ووينو او چې انارو ګلونه کړى دى کۀ نه، هلته به زۀ خپله مينه تا ته وښايمه. |
|
| 13 |
|
| هلته به د مړه غونو بوټو خپله خوشبو راپرېښې وينه، او د ټولو نه ښې مېوې به زمونږ دروازې سره وينه، نوې او زاړۀ خوندونه، جانانه کوم چې ما ستا دپاره ساتلى دينه. |
|
|
|
|