|
| 1 |
|
| زۀ هغه کس يم چا چې د مالِک خُدائ د غضب د چُوکې نه تکليفونه ليدلى دى. |
|
| 2 |
|
| هغۀ زۀ په راښکلو تيارې ته راوستم چې هيڅ رڼا په کښې نۀ وه. |
|
| 3 |
|
| يقيناً چې هغۀ زما په خلاف خپل لاس ټوله ورځ بار بار راوچت کړو. |
|
| 4 |
|
| هغۀ زما ټول ځان په وهلو تک شين کړو او زما هډُوکى يې مات کړل. |
|
| 5 |
|
| هغۀ زۀ په تريخوالى او غمونو کښې ايسار او راګېر کړے يم. |
|
| 6 |
|
| هغۀ زۀ په زوړ قبر کښې په توره تياره کښې کښېنولم. |
|
| 7 |
|
| هغۀ زۀ په دېوالونو کښې راګېر کړم چې ونۀ تښتم او په درنو زنځيرونو يې تړلے يم. |
|
| 8 |
|
| تر دې چې ما آواز وکړو او مدد دپاره په چغو وژړېدم، هغۀ زما دُعاګانو ته توجو نۀ ورکوله. |
|
| 9 |
|
| هغۀ زما لارې د تراشلے شوو کاڼو په دېوال بندې کړى دى، او هغۀ زما لارې ګډې وډې کړې دى. |
|
| 10 |
|
| هغه لکه د مېلو زما په انتظار کښې پروت دے او لکه چې زمرے د حملې دپاره پټ شوے وى. |
|
| 11 |
|
| هغۀ زۀ د لارې نه بېلارې کړم، او ټوټې ټوټې يې کړم. او هغۀ زۀ وران ويجاړ او بېياره بېمددګاره پرېښودم. |
|
| 12 |
|
| هغۀ خپله لينده راښکله او د خپلو غشو دپاره يې نښه وګرځولم. |
|
| 13 |
|
| هغۀ زما زړۀ سورے سورے کړو او د خپل تيردان په غشو يې وويشتم. |
|
| 14 |
|
| زۀ د خپلو خلقو د خندا ذريعه شوم، ټوله ورځ ما ته پيغورونه کوى. |
|
| 15 |
|
| هغۀ زۀ په ترخو خوراکونو موړ کړم، او د څښلو دپاره يې د تريخ ګنډير نه ډکه پياله راکړه. |
|
| 16 |
|
| هغۀ زما په غاښونو کښې باجرى ورکړه، او په خاورو ايرو کښې يې ومنډلم. |
|
| 17 |
|
| زما زړۀ د سلامتيا نه خالى شوے دے او ما نه هېر دى چې خوشحالى څۀ ته وائى. |
|
| 18 |
|
| نو زۀ دا وايم، ”زما طمع او اُميد لاړو او څۀ چې زما د مالِک خُدائ نه اُميد وو هغه ختم شو.“ |
|
| 19 |
|
| زما مصيبتونه او خوار و زار ګرځېدل ما ته ياديږى، او هغه ما ته د ګنډير نه هم تراخۀ دى. |
|
| 20 |
|
| زۀ بار بار د هغۀ په حقله سوچ کوم او زما روح په ما کښې پرېشانه دے. |
|
| 21 |
|
| خو بيا هم زۀ په خپل سوچ کښې دا راولم او په دې وجه زۀ بيا هم اُميدوار يم. |
|
| 22 |
|
| د مالِک خُدائ پائيداره مينه هيڅکله نۀ ختميږى او د هغۀ رحم هيڅکله نۀ ختميږى. |
|
| 23 |
|
| د هغۀ رحم او مينه هر سحر نوے او تازه کيږى او د هغۀ وفادارى بېشانه لويه ده. |
|
| 24 |
|
| ”مالِک خُدائ زما نصيب دے،“ او زۀ خپل ځان ته دا وايم، ”نو په دې وجه زۀ به د هغۀ نه اُميد ساتم.“ |
|
| 25 |
|
| مالِک خُدائ هغه چا سره ښۀ دے څوک چې په هغۀ باور کوى او هغه کس څوک چې د هغۀ تلاش کوى. |
|
| 26 |
|
| دا ښۀ ده چې يو کس په خاموشۍ سره انتظار وکړى، د مالِک خُدائ خلاصون ته انتظار وکړى. |
|
| 27 |
|
| د يو کس دپاره دا ښۀ ده چې په ځوانۍ کښې جغ يوسى، |
|
| 28 |
|
| چې په خاموشۍ کښې ځان له کښېنى، څۀ چې مالِک خُدائ پرې اېښے وى. |
|
| 29 |
|
| هغه دې خپل ځان پړمخې په خاورو کښې وغورزوى، کېدے شى چې څۀ اُميد پاتې وى. |
|
| 30 |
|
| ظالم ته دې د وهلو دپاره خپل مخ ورواړوى او د هغۀ د لاسه دې بېعزتى قبوله کړى. |
|
| 31 |
|
| ځکه مالِک به انسان د تل دپاره نۀ رد کوى. |
|
| 32 |
|
| دا کۀ هغه غم راولى، هغه به رحم هم کوى، د هغه مينې په مطابق چې ډېره او پائيداره ده. |
|
| 33 |
|
| هغه چا ته په تکليف رسولو نۀ خوشحاليږى او نۀ څوک په غم آخته کوى. |
|
| 34 |
|
| کله چې په مُلک کښې ټول قېديان د پښو لاندې چخڼى کړى، |
|
| 35 |
|
| او کله چې يو انسان د خُدائ تعالىٰ په وړاندې د بل چا حق په زور وهى، |
|
| 36 |
|
| کله چې يو سړے په عدالت کښې څوک د اِنصاف نه محروموى، ولې مالِک داسې ظلم نۀ ګورى؟ |
|
| 37 |
|
| څوک په خپل حکم څۀ کار کولے شى ترڅو چې مالِک په خپله د هغې حکم نۀ وى کړے؟ |
|
| 38 |
|
| ولې د خُدائ تعالىٰ د خوا نه ښۀ او بد دواړه نۀ راځى؟ |
|
| 39 |
|
| نو بيا ژوندے انسان ولې شکايت کوى کله چې ورته د خپلو ګناهونو سزا مِلاو شى. |
|
| 40 |
|
| راځئ چې مونږ خپلې طريقې وآزمايو او مالِک خُدائ ته واپس راوګرځُو. |
|
| 41 |
|
| راځئ چې په اخلاص خپل لاسونه پورته کړُو او آسمانى خُدائ پاک ته داسې ووايو، |
|
| 42 |
|
| ”مونږ ګناه او سرکشى وکړه او تا مونږ معاف کړى نۀ يُو. |
|
| 43 |
|
| تا خپلې د قهر جامې واغوستلې او مونږ پسې شوې او په بېرحمۍ سره دې مونږ مړۀ کړُو. |
|
| 44 |
|
| تا خپل ځان په وريځ کښې ونغښتلو ترڅو هيڅ دُعا هم تا ته در ونۀ رسيږى. |
|
| 45 |
|
| تا مونږ پليت کړُو او د قومونو په مينځ کښې دې رانه د ګند ډېرے جوړ کړُو. |
|
| 46 |
|
| زمونږ ټولو دشمنانو زمونږ خلاف خپلې خولې وازې کړې. |
|
| 47 |
|
| يرې واخستُو او په کنده کښې وغورزېدُو. تباهى او بربادى راباندې راغله. |
|
| 48 |
|
| زما د خلقو د تباهۍ په وجه زما د سترګو نه د اوښکو سيندونه بهيږى. |
|
| 49 |
|
| زما سترګو نه به اوښکې جارى وى بې له آرام کولو نه، |
|
| 50 |
|
| ترڅو چې مالِک خُدائ پاس د آسمان نه نظر واچوى او دا حال وګورى. |
|
| 51 |
|
| چې کله زۀ په ښار کښې د ټولو ښځو حالت ګورم نو زما زړۀ غمژن شى. |
|
| 52 |
|
| هغوئ څوک چې هيڅ بېهيڅه زما دشمنان وُو هغوئ لکه د مرغۍ په شان زۀ وويشتم. |
|
| 53 |
|
| هغوئ زۀ ژوندے په کنده کښې ورواچولم او په ما يې کاڼى راوويشتل. |
|
| 54 |
|
| اوبۀ زما تر سره راورسېدلې او وئيل مې چې ډوبېږم. |
|
| 55 |
|
| اے مالِکه خُدايه، ما د کندې د بېخ نه ستا په نامه مِنت زارى وکړه. |
|
| 56 |
|
| تا زما خواست اورېدلے دے، خپل غوږونه مۀ بندوه، د مدد دپاره زما آواز واوره. |
|
| 57 |
|
| تۀ ما ته رانزدې شوې کله چې ما درته آواز وکړو، تا ما ته وفرمائيل چې يرېږه مه. |
|
| 58 |
|
| اے مالِکه، تا زما مسئله راوچته کړه او تا زما ژوند بچ کړو. |
|
| 59 |
|
| اے مالِکه خُدايه، کوم بد چې ما سره وشُو تا هغه وليدل، زما د مسئلې اِنصاف وکړه. |
|
| 60 |
|
| تا د هغوئ د انتقام ټول اور وليدو، د هغوئ ټولې منصوبې زما خلاف دى. |
|
| 61 |
|
| اے مالِکه خُدايه، تا د هغوئ ټول پيغورونه واورېدل، د هغوئ ټولې منصوبې چې زما خلاف دى. |
|
| 62 |
|
| زما مخالفين ټوله ورځ زما خلاف پس پس او ګنګوسى کوى. |
|
| 63 |
|
| هغوئ ته وګوره، سحر نه تر ماښامه پورې، زۀ د هغوئ د پيغورونو په سندرو کښې نمونه يم. |
|
| 64 |
|
| اے مالِکه خُدايه، هغوئ ته بدله ورکړه، هغوئ ته د خپل عمل په مطابق بدله ورکړه. |
|
| 65 |
|
| هغوئ په زړونو غمژن کړه او ستا لعنت دې په هغوئ باندې وى. |
|
| 66 |
|
| هغوئ په خپله غصه کښې راونيسه، مالِکه خُدايه، د زمکې د مخ نه يې جارُو کړه.“ |
|
|
|
|