|
| 1 |
|
| کله چې اِسرائيليان د کيکرو په وادۍ کښې دېره وُو، نو د موآبيانو ښځو سره يې زنا شروع کړه. |
|
| 2 |
|
| ښځو هغوئ ته ووئيل چې د هغوئ معبودانو ته قربانۍ وکړى، نو خلقو هغه قربانۍ وخوړلې او د هغوئ د معبود عبادت يې وکړو |
|
| 3 |
|
| چې د فعور بعل وو. نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر شو. |
|
| 4 |
|
| او موسىٰ ته يې وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو ټول مشران بوځه او د خلقو په وړاندې يې پهانسى کړه، نو بيا به زما سخته غصه د بنى اِسرائيلو نه سړه شى.“ |
|
| 5 |
|
| موسىٰ د بنى اِسرائيلو قاضيانو ته وفرمائيل، ”ستاسو هر يو کس به د خپلې قبيلې نه هر هغه سړے وژنئ څوک چې د فعور د بعل عبادت کوونکے جوړ شوے وى.“ |
|
| 6 |
|
| بيا يو اِسرائيلى يوه ميديانې ښځه د موسىٰ او د ټول قوم په مخکښې خپلې خېمې ته دننه بوتله، په هغه وخت کله چې هغوئ د مالِک خُدائ د حضور خېمې په دروازه کښې ماتم کولو. |
|
| 7 |
|
| نو چې فينحاس، د اِلىعزر زوئ او د هارون نمسى دا وليدل، هغه د قبيلې نه پاڅېدو او لاړو. هغۀ نېزه راواخستله، |
|
| 8 |
|
| او په هغه سړى او ښځې پسې خېمې ته ورننوتلو او نېزه يې د هغه سړى او ښځې د خېټې نه بل خوا وويستله. نو داسې هغه وبا بس شوه کومې چې اِسرائيليان تباه کول، |
|
| 9 |
|
| خو وبا څليريشت زره کسان وژلى وُو. |
|
| 10 |
|
| مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، |
|
| 11 |
|
| ”فينحاس زوئ د اِلىعزر چې د هارون اِمام زوئ دے هغۀ زما غصه د بنى اِسرائيلو دپاره ختمه کړه چې هغوئ کښې هغۀ غېرت وکړو، نو ما د خپل غېرت په وجه بنى اِسرائيل هلاک نۀ کړل. |
|
| 12 |
|
| نو ورته ووايه چې زۀ د هغۀ سره د امن لوظ کوم چې د راتلونکى ټولو وختونو دپاره به وى. |
|
| 13 |
|
| هغه او د هغۀ اولاد به د همېشه دپاره اِمامان مقررولے شى، ځکه چې هغۀ په ما باندې غېرت وکړو او د بنى اِسرائيلو د ګناه کفاره يې ادا کړه.“ |
|
| 14 |
|
| کوم سړے چې د ميديانې ښځې سره وژلے شوے وو د هغۀ نوم زِمرى وو، هغه د سلو زوئ وو، چې د شمعون په قبيلې کښې د يو خاندان مشر وو. |
|
| 15 |
|
| د هغه ښځې نوم کزبى وو. د هغې پلار صور، د ميديانې قبيلو د يوې قبيلې مشر وو. |
|
| 16 |
|
| مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، |
|
| 17 |
|
| ”په ميديانيانو حمله وکړه او هغوئ تباه کړه، |
|
| 18 |
|
| د هغه بد عمل په وجه، چې په فعور کښې يې په دوکه په تاسو باندې عبادت وکړو او د کزبى په وجه، چې هغه د وبا په وخت په فعور کښې وژلے شوې وه.“ |
|
|
|
|