|
| 1 |
|
| د اوومې مياشتې په وړومبۍ ورځ به تاسو د عبادت دپاره راغونډېږئ او په دې ورځ به هيڅ کار نۀ کيږى. په هغه ورځ به بيګل وغږيږى. |
|
| 2 |
|
| مالِک خُدائ ته يو سوزېدونکې نذرانه پېش کړئ، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى، يو سخے، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى. |
|
| 3 |
|
| د اوړو صحيح نذرانه پېش کوئ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى يعنې درې کلو د سخى سره او دوه کلو د ګډ سره، |
|
| 4 |
|
| او يو کلو د هر يو ګډُورى سره. |
|
| 5 |
|
| د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ نو په دې سره د خپل ځان کفاره ادا کوئ. |
|
| 6 |
|
| او دا نذرانې د مياشتې د وړومبۍ ورځې او د هرې ورځې د سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې نه علاوه پېش کوئ، او د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانه ورسره د دې د غلې نذرانه او د څښلو نذرانه. په اور تيارېدونکې د دې نذرانو خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. |
|
| 7 |
|
| د اوومې مياشتې په لسمه ورځ د عبادت دپاره راغونډېږئ، هيڅ څيز به نۀ خورئ او نۀ به څۀ کار کوئ. |
|
| 8 |
|
| مالِک خُدائ ته يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ، د دې خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى، يو سخے، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى. |
|
| 9 |
|
| د غلې دانې صحيح نذرانه پېش کوئ چې په اوړو کښې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، درې کلو اوړۀ د سخى سره، دوه کلو د ګډ سره، |
|
| 10 |
|
| او يو کلو د هر يو ګډُورى سره. |
|
| 11 |
|
| د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ، د هغې نه علاوه کوم چېلے چې د کفارې دپاره پېش شوے وى او د هرې ورځې نذرانه د هغې د غلې نذرانې او د څښلو نذرانې سره. |
|
| 12 |
|
| د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ د عبادت دپاره راغونډېږئ. د مالِک خُدائ په درناوى کښې اووۀ ورځې دا اختر کوئ او هيڅ کار مۀ کوئ. |
|
| 13 |
|
| په وړومبۍ ورځ په اور تيارېدونکې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کوئ، د دې خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى، ديارلس سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى. |
|
| 14 |
|
| د غلې صحيح نذرانه پېش کوئ چې په اوړو کښې ورسره د زيتُونو تېل ګډ وى، درې کلو اوړۀ د هر يو سخى سره، دوه کلو د هر يو ګډ سره، |
|
| 15 |
|
| او يو کلو د هر يو ګډُورى سره. |
|
| 16 |
|
| د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د څښلو نذرانې نه علاوه د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ. |
|
| 17 |
|
| په دوېمه ورځ دولس سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى پېش کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى. |
|
| 18 |
|
| د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى. |
|
| 19 |
|
|
|
| 20 |
|
| په درېمه ورځ يوولس سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى پېش کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى. |
|
| 21 |
|
| د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى. |
|
| 22 |
|
|
|
| 23 |
|
| په څلورمه ورځ لس سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى پېش کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى. |
|
| 24 |
|
| د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى. |
|
| 25 |
|
|
|
| 26 |
|
| په پينځمه ورځ نهۀ سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى پېش کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى. |
|
| 27 |
|
| د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى. |
|
| 28 |
|
|
|
| 29 |
|
| په شپږمه ورځ اتۀ سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى پېش کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى. |
|
| 30 |
|
| د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى. |
|
| 31 |
|
|
|
| 32 |
|
| په اوومه ورځ اووۀ سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى قربانى کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى. |
|
| 33 |
|
| د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى. |
|
| 34 |
|
|
|
| 35 |
|
| په اتمه ورځ د عبادت دپاره راغونډېږئ او هيڅ کار مۀ کوئ. |
|
| 36 |
|
| په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه يوه سوزېدونکې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کړئ، د دې خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى، يو سخے، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى. |
|
| 37 |
|
| د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى. |
|
| 38 |
|
|
|
| 39 |
|
| دا اصُول د سوزېدونکې نذرانې، د غلې دانې نذرانې، د څښلو نذرانې او د سلامتۍ نذرانې دپاره دى چې تاسو يې مالِک خُدائ ته په خپلو مقررو اخترونو کښې پېش کوئ. دا د هغه نذرانو نه علاوه دى چې تاسو يې د يوې منښتې د پوره کېدو د نذرانو يا د رضاکارانه نذرانو په توګه ورکوئ.“ |
|
| 40 |
|
| نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته هغه هر څۀ وفرمائيل چې مالِک خُدائ هغۀ ته د څۀ حُکم کړے وو. |
|
|
|
|