|
| 1 |
|
| مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل |
|
| 2 |
|
| او د بنى اِسرائيلو دپاره يې دا اصُول ورته وښودل، ”کله چې تاسو کنعان ته ورننوځئ، کوم مُلک چې زۀ تاسو له درکوم، ستاسو د علاقې حدونه به داسې وى. |
|
| 3 |
|
| جنوبى سرحد به د صين صحرا او د ادوم سرحد پورې وى. دا به د نمرخاتۀ په طرف د مالګې درياب د جنوبى آخرى سر نه شروع کيږى. |
|
| 4 |
|
| بيا به دا په جنوب کښې د لړم درې طرف ته تاو وى او د صين صحرا نه واخله تر قادِس برنيع پورې به وى. د هغه ځائ نه به دا سرحد حصر ادار او عصمون ته ورسيږى، |
|
| 5 |
|
| چرته چې دا د مِصر په سرحد کښې او د مديترانى د سمندر په آخرى سر کښې د وادۍ طرف ته تاو وى. |
|
| 6 |
|
| د مديترانى د سمندر به يې د نمرپرېواتۀ سرحد وى. |
|
| 7 |
|
| شمالى سرحد به د مديترانى د سمندر نه شروع کيږى چې د هور غرۀ پورې به وى، |
|
| 8 |
|
| او د هغه ځائ نه د حمات درې پورې به وى او صداد ته به ورسيږى |
|
| 9 |
|
| او زفرون ته به هم ورسيږى او په حصر عينان کښې به ختم شى. |
|
| 10 |
|
| د نمرخاتۀ سرحد به د حصر عينان نه شروع کيږى چې د شفام پورې به وى. |
|
| 11 |
|
| بيا به دا د عين نمرخاتۀ طرف رِبله ته ورسيږى او د ګليل درياب نمرخاتۀ غاړې غرونو ته به ورسيږى، |
|
| 12 |
|
| بيا د اُردن سيند سره د مالګې درياب ته به ورسيږى. دا به ستاسو او د دې نه ګېرچاپېره سرحدونه وى.“ |
|
| 13 |
|
| نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې د پچې اچولو سره به تاسو ته ملاويږى، هغه زمکه چې مالِک خُدائ نهۀ نيمو قبيلو ته په حواله کړې ده. |
|
| 14 |
|
| د روبين او جاد او د منسى نيمې قبيلې ته مخکښې خپل ميراث مِلاو شوے دے، چې د هغوئ د کورَنو په مطابق تقسيم شوے دے. |
|
| 15 |
|
| دې دوه نيمو قبيلو ته د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته يريحو ته مخامخ خپله زمکه مِلاو شوې ده.“ |
|
| 16 |
|
| مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، |
|
| 17 |
|
| ”اِلىعزر اِمام او د نون زوئ يشوَع به په خلقو باندې زمکه تقسيم کړى. |
|
| 18 |
|
| د هرې قبيلې نه يو يو مشر سړے هم خوښ کړه چې د دې په تقسيمولو کښې د هغوئ مدد وکړى.“ |
|
| 19 |
|
| دا هغه سړى دى چې مالِک خُدائ خوښ کړل، د يهوداه قبيلې نه کالب زوئ د يفُنه، د شمعون قبيلې نه شلوميئيل زوئ د عميهود، د بنيامين قبيلې نه اليداد زوئ د کسلون، د دان قبيلې نه بُقى زوئ د يجلى، د منسى قبيلې نه حنىايل زوئ د ايفود، د اِفرائيم قبيلې نه قمواېل زوئ د سِفتان، د زبولون قبيلې نه اليصفن زوئ د فرناح، د يساکار قبيلې نه فلطىايل زوئ د عزان، د آشر قبيلې نه اخيهود زوئ د شلومى او د نفتالى قبيلې نه فدهيئيل زوئ د عميهود. |
|
| 20 |
|
|
|
| 21 |
|
|
|
| 22 |
|
|
|
| 23 |
|
|
|
| 24 |
|
|
|
| 25 |
|
|
|
| 26 |
|
|
|
| 27 |
|
|
|
| 28 |
|
|
|
| 29 |
|
| دا هغه کسان دى چې مالِک خُدائ د کنعان په مُلک کښې په خلقو باندې د زمکې تقسيمولو دپاره مقرر کړل. |
|
|
|
|