|
| 1 |
|
| عیسی یوځل بیا خلکو ته یو بل مثال راوړ او ویې ویل: |
|
| 2 |
|
| «اسماني پاچاهي د هغه پاچا په شان ده چې د خپل زوی د واده مېلمستیا یې جوړه کړه. |
|
| 3 |
|
| هغه خپل نوکران په رابلل شویو مېلمنو پسې ولېږل چې هغوی ته ووایي چې مېلمستیا ته راشي، خو هغوی ونه غوښتل چې راشي. |
|
| 4 |
|
| نو هغه خپل نور نوکران ورپسې ولېږل چې هغوی ته ووایي: ‹د واده مېلمستیا ته راشئ. ما ډوډۍ تیاره کړې ده، ستاسو دپاره مې غویان او چاغ خوسکي حلال کړي دي او هرڅه تیار دي.› |
|
| 5 |
|
| خو هغوی یې هېڅ پروا ونه کړه او په خپل کار پسې لاړل. یو یې خپل پټي ته لاړ او بل یې خپل کاروبار ته، |
|
| 6 |
|
| او نورو د هغه نوکران ونیول، بې عزته یې کړل او ویې وژل. |
|
| 7 |
|
| پاچا په قهر شو، خپل عسکر یې ولېږل او هغه قاتلان یې ووژل او ښار یې ورته وسوځاوه. |
|
| 8 |
|
| بیا هغه خپلو نوکرانو ته وویل: ‹د واده مېلمستیا تیاره ده، خو کوم خلک چې رابلل شوي وو هغه د دې وړ نه وو. |
|
| 9 |
|
| نو لویو چوکونو ته ووځئ او هرڅوک چې مو پیدا کړ د واده مېلمستیا ته یې راوبولئ.› |
|
| 10 |
|
| نو نوکران لارو او کوڅو ته ووتل او هرڅوک یې چې پیدا کولای شول که ښه وو او که بد وو ټول یې راوستل او په دې ډول سالون د مېلمنو څخه ډک شو. |
|
| 11 |
|
| کله چې پاچا د مېلمنو د لیدلو دپاره دننه ورغی، نو هلته یې یو سړی ولیده چې د واده کالي یې نه وو اغوستي. |
|
| 12 |
|
| پاچا ترې پوښتنه وکړه: ‹ای دوسته، تا څنګه د واده کالي نه دي اغوستي او دلته راغلی یې؟› هغه غلی پاتې شو. |
|
| 13 |
|
| بیا پاچا خپلو خدمتګارانو ته وویل: ‹د هغه لاس او پښې وتړئ او دباندې په تیاره کې یې وغورځوئ یعنې هغه ځای کې چې خلک به ژاړي او خپل غاښونه به چیچي.›» |
|
| 14 |
|
| عیسی په پای کې وویل: «رابلل شوي ډېر دي، خو غوره شوي لږ دي.» |
|
| 15 |
|
| بیا فریسیان لاړل او په خپلو کې یې مشوره وکړه چې څنګه عیسی په خپلو خبرو کې راونیسي. |
|
| 16 |
|
| نو هغوی خپل ځینې پیروان د هیرودیس د پلویانو سره عیسی ته ورولېږل چې هغه ته ووایي: «ای استاذه! مونږ پوهېږو چې ته یو صادق سړی یې او په رښتینې توګه د خدای د لارې تعلیم ورکوې. ته د هېچا طرفداري نه کوې که هغه هرڅوک وي. |
|
| 17 |
|
| نو بیا مونږ ته ووایه چې په دې هکله ستا نظر څه دی؟ ایا د روم امپراتور ته مالیه ورکول روا دي که نه؟» |
|
| 18 |
|
| خو عیسی د هغوی په بدنیتۍ پوه شو او هغوی ته یې وویل: «ای منافقانو، تاسو ولې هڅه کوئ چې ما امتحان کړئ؟ |
|
| 19 |
|
| هغه سکه چې تاسو ورباندې خپله مالیه ورکوئ ماته راوښایئ.» هغوی ورته یوه رومي سکه راوړله. |
|
| 20 |
|
| عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «په دې باندې د چا تصویر او د چا نوم دی؟» |
|
| 21 |
|
| هغوی ځواب ورکړ: «د امپراتور.» بیا عیسی هغوی ته وویل: «څه چې د امپراتور دي هغه امپراتور ته ورکړئ او څه چې د خدای دي هغه خدای ته ورکړئ.» |
|
| 22 |
|
| کله چې هغوی دا واورېدل، نو حیران شول او هغه یې پرېښود او ورڅخه لاړل. |
|
| 23 |
|
| په هماغه ورځ صدوقیان چې د مرګ څخه وروسته د بیا راژوندي کېدلو څخه منکر وو، عیسی ته راغلل او د هغه څخه یې یو سوال وکړ: |
|
| 24 |
|
| «استاذه! موسی ویلي دي چې که یو سړی بې اولاده مړ شي، نو ورور یې باید د هغه د کونډې سره واده وکړي، ترڅو د هغه اولادونه پیدا شي او هغه یې د مړه ورور اولادونه وګڼل شي. |
|
| 25 |
|
| په یو وخت کې اووه ورونه وو، لومړني ورور یې واده وکړ او هغه بې اولاده مړ شو او د هغه کونډه د هغه ورور ته پاتې شوه. |
|
| 26 |
|
| په دې ډول دوهم، درېم او تر اووم وروره پورې د هغې ښځې سره ودونه وکړل او ټول بې اولاده مړه شول. |
|
| 27 |
|
| په پای کې هغه ښځه هم مړه شوه. |
|
| 28 |
|
| نو مونږ ته ووایه چې د قیامت په ورځ به هغه د کوم یو ښځه وي؟ ځکه چې ټولو ورسره ودونه کړي وو؟» |
|
| 29 |
|
| عیسی ځواب ورکړ: «ستاسو غلطي په دې کې ده چې نه د خدای په کلام پوهېږئ او نه د خدای د قدرت څخه خبر یئ. |
|
| 30 |
|
| ځکه چې د قیامت په ورځ کله چې مړي بیا راژوندي کیږي، نه سړي ودونه کوي او نه به ښځې چاته واده کیږي، خو هغوی به د اسمان د فرښتو په شان وي. |
|
| 31 |
|
| خو د مړو د بیا راژوندي کېدلو په هکله تاسو نه دي لوستلي چې خدای تاسو ته څه ویلي دي؟ هغه ویلي دي: |
|
| 32 |
|
| ‹زه د ابراهیم خدای، د اسحاق خدای او د یعقوب خدای یم. خدای د مړو خدای نه، بلکې د ژوندیو خدای دی.›» |
|
| 33 |
|
| کله چې خلکو د هغه خبرې واورېدلې، نو د هغه تعلیم ته حیران شول. |
|
| 34 |
|
| کله چې فریسیان خبر شول چې عیسی د صدوقیانو خولې بندې کړلې، نو سره راټول شول، |
|
| 35 |
|
| په هغوی کې یو تن چې د شریعت عالم ؤ د ازمېښت دپاره یې د عیسی نه پوښتنه وکړه: |
|
| 36 |
|
| «استاذه، په شریعت کې تر ټولو لوی حکم کوم یو دی؟» |
|
| 37 |
|
| عیسی ځواب ورکړ: «د خپل څښتن خدای سره د زړه له کومي، په ټول روح او په ټول عقل سره مینه کوه. |
|
| 38 |
|
| دا تر ټولو لوی او لومړنی حکم دی. |
|
| 39 |
|
| دوهم حکم هم د لومړني حکم په شان مهم دی چې د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه. |
|
| 40 |
|
| ټول تورات او د پیغمبرانو لیکنې په دې دواړو حکمونو باندې ولاړ دی.» |
|
| 41 |
|
| عیسی د هغو فریسیانو څخه چې هلته سره راټول شوي وو پوښتنه وکړه: |
|
| 42 |
|
| «تاسو د مسیح په هکله څه فکر کوئ؟ هغه د چا زوی دی؟» هغوی ځواب ورکړ: «د داود زوی.» |
|
| 43 |
|
| عیسی پوښتنه وکړه: «نو بیا څنګه داود د خدای د روح په قدرت هغه ته بادار وایي؟ ځکه چې داود وایي: |
|
| 44 |
|
| څښتن وویل زما بادار ته کښېنه زما ښي لاس ته ترڅو ستا دښمنان کړم ستا د پښو لاندې |
|
| 45 |
|
| نو دا چې داود مسیح ته بادار وایي، بیا څنګه کېدای شي چې مسیح د داود زوی وي؟» |
|
| 46 |
|
| هېچا د هغه په ځواب کې څه ونه شو ویلی او د هماغې ورځې نه وروسته هېچا دا جرات ونه کړ چې د هغه څخه نورې پوښتنې وکړي. |
|
|
: |
| 1 | | 2 | | 3 | | 4 | | 5 | | 6 | | 7 | | 8 | | 9 | | 10 | | 11 | | 12 | | 13 | | 14 | | 15 | | 16 | | 17 | | 18 | | 19 | | 20 | | 21 | | 22 | | 23 | | 24 | | 25 | | 26 | | 27 | | 28 | | 29 | | 30 | | 31 | | 32 | | 33 | | 34 | | 35 | | 36 | | 37 | | 38 | | 39 | | 40 | | 41 | | 42 | | 43 | | 44 | | 45 | | 46 | 1
1
1 |
|
|---|
|
https://beblia.bible:81/BibleAudio/pashto2023/matthew/022.mp3
28
22