|
| 1 |
|
| عيسىٰ هغوئ ته بيا په مِثالونو کښې خبرې شروع کړې. ”يو سړى د انګورو باغ ولګولو او ګېرچاپېره يې دېوال ترې تاو کړو او په کښې يې د انګورو لنګرۍ ولګوله او د څوکيدارۍ دپاره يې په کښې يو برج جوړ کړو. او بيا يې زميندارانو ته په اجاره ورکړو او بل مُلک ته لاړو. |
|
| 2 |
|
| کله چې د انګورو موسم راغلو نو هغۀ اجاره دارو له يو نوکر ورولېږلو چې د هغوئ نه د هغۀ د پېداوار برخه وصول کړى. |
|
| 3 |
|
| خو هغوئ هغه ونيولو، وې وهلو او تش لاس يې واپس ولېږلو. |
|
| 4 |
|
| بيا هغۀ يو بل نوکر ورولېږلو او دے هم هغوئ په سر سر وټکولو او بېعزته يې کړو. |
|
| 5 |
|
| بيا هغۀ يو بل ورولېږلو او هغه دوئ مړ کړو. او د دۀ نه علاوه داسې نور هم وُو، څوک يې چې ووهل او ځينې يې مړۀ کړل. |
|
| 6 |
|
| اوس د دۀ سره يو کس پاتې وو، د هغۀ خپل نيازبين زوئ. په آخر کښې يې هغه ورولېږلو. هغۀ ووئيل چې زما د زوئ احترام خو به وکړى. |
|
| 7 |
|
| خو اجاره دارو يو بل ته ووئيل چې هم دغه خو وارث دے، راځئ چې مړ يې کړو او ميراث به يې زمونږ شى. |
|
| 8 |
|
| نو هغوئ هغه ونيولو او مړ يې کړو او د هغۀ لاش يې د باغ نه بهر وغورزولو. |
|
| 9 |
|
| نو د انګورو د باغ مالِک به د هغوئ سره څۀ سلوک وکړى؟ هغه به راشى او دا ټول اجاره دار به مړۀ کړى او د انګورو باغ به بل چا له ورکړى. |
|
| 10 |
|
| ولې تاسو په مقدس کِتاب کښې دا چرې نۀ دى لوستى؟ کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړے وو هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو. |
|
| 11 |
|
| دا د مالِک خُدائ کارونه دى او دا زمونږ په نظر کښې عجيبه ښکارى.“ |
|
| 12 |
|
| بيا هغوئ داسې څۀ بهانه لټوله چې هغه ګرفتار کړى ځکه چې هغوئ پوهېدل چې دے دا مِثال د هغوئ په خلاف ورکوى، خو هغوئ د خلقو نه يرېدل نو هغوئ هغه پرېښودو او ترې لاړل. |
|
| 13 |
|
| بيا هغوئ څو فريسيان او هيروديان ورولېږل چې عيسىٰ په خپلو خبرو کښې راګېر کړى. |
|
| 14 |
|
| هغوئ راغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه، مونږ خبر يُو چې تۀ يو رښتينے سړے يې او د هيچا طرفدارى نۀ کوې، کۀ هغه هر څوک هم وى، خو تۀ د خُدائ پاک د لارې تعليم په رښتيا سره ورکوې. ولې مونږ ته دا روا دى چې د روم قيصر ته محصُول ورکړُو او کۀ نه؟ ولې مونږ هغوئ ته ورکړُو او کۀ ور يې نۀ کړُو؟“ |
|
| 15 |
|
| خو هغه د دوئ په منافقت پوهه شو او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو ولې زما د راګېرولو کوشش کوئ؟ ما له د سپينو زرو يوه سيکه راوړئ چې زۀ ورته وګورم.“ |
|
| 16 |
|
| هغوئ يوه سيکه راوړه او هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”په دې د چا تصوير او د چا نوم دے؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”دا د قيصر دے.“ |
|
| 17 |
|
| بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”څۀ چې د قيصر وى هغه قيصر له ورکړئ او څۀ چې د خُدائ پاک وى هغه خُدائ پاک له ورکړئ.“ هغوئ د دۀ په خبرو حق حېران شول. |
|
| 18 |
|
| بيا ځينې صدوقيان څوک چې د قيامت نه منکر دى هغۀ له راغلل او د هغۀ نه يې داسې تپوس وکړو چې، |
|
| 19 |
|
| ”اُستاذه، موسىٰ مونږ ته دا ښودلى دى چې کۀ د چا ورور مړ شى او ښځه يې پاتې شى او بچى يې نۀ وى نو بل ورور دې هغه کونډه وادۀ کړى او د هغۀ نسل دې پېدا کړى. |
|
| 20 |
|
| نو اوس اووۀ وروڼه وُو، وړومبى وادۀ وکړو او بېاولاده مړ شو. |
|
| 21 |
|
| بيا هغه ښځه دوېم وادۀ کړه او هغه هم بېاولاده مړ شو او دغه شان درېم وکړل. |
|
| 22 |
|
| آخر اووۀ واړه مړۀ شول خو د يو هم اولاد ونۀ شو. بيا هغه ښځه هم مړه شوه. |
|
| 23 |
|
| د قيامت په ورځ به دا ښځه د چا وى، ځکه چې ورسره اووۀ واړو وادۀ کړے وو؟“ |
|
| 24 |
|
| عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو په غلطه يئ او هم دغه وجه ده چې نۀ خو تاسو په کِتابِ مقدس پوهېږئ او نۀ د خُدائ پاک په قدرت. |
|
| 25 |
|
| کله چې هغوئ د مړو نه بيا راژوندى شى نو هغوئ به يو بل سره وادۀ نۀ کوى. هغوئ به د آسمان د فرښتو په شان وى. |
|
| 26 |
|
| خو قيامت په ورځې د مړو د بيا راژوندى کېدو په حقله، ولې تاسو د موسىٰ په کِتاب کښې هيڅ نۀ دى لوستى، د سوزېدونکى بوټى په قيصه کښې، چې خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ د اِبراهيم خُدائ پاک، د اِسحاق خُدائ پاک، او د يعقوب خُدائ پاک يم“؟ |
|
| 27 |
|
| خُدائ پاک د مړو خُدائ پاک نۀ دے بلکې د ژوندو خُدائ پاک دے. تاسو ډېر ګمراه شوى يئ.“ |
|
| 28 |
|
| بيا د شرعې په عالمانو کښې يو کس چې د دوئ دا بحث يې اورېدو او پوهه شو چې هغۀ دوئ ته څنګه ښۀ جواب ورکړو، نو راوړاندې شو. او هغۀ ترېنه تپوس وکړو، ”کوم يو حکم د ټولو نه اول دے؟“ |
|
| 29 |
|
| عيسىٰ جواب ورکړو، ”اول حکم دا دے چې، ”اے بنى اِسرائيلو واورئ. مالِک زمونږ مالِک خُدائ پاک واحد ذات دے. |
|
| 30 |
|
| تاسو د مالِک خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ سره، په پوره ځان، او په پوره عقل او په خپل ټول طاقت سره مينه ساتئ.“ |
|
| 31 |
|
| دوېم دا دے چې، ”د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“ د دې حکمونو نه بل لوئ حکم نشته.“ |
|
| 32 |
|
| نو د شرعې عالم هغۀ ته ووئيل، ”شاباش اُستاذه، ډېر دې ښۀ وفرمائيل، تۀ رښتيا وائې چې خُدائ پاک يو دے او بې له هغۀ نه بل نشته. |
|
| 33 |
|
| او د هغۀ سره په پوره زړۀ او په پوره پوهې او په خپل ټول طاقت سره مينه کوئ او د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ، نو دا د بلې هرې يوې سوزېدونکې قربانۍ يا نذرانې نه ډېر غوره کار دے.“ |
|
| 34 |
|
| هر کله چې عيسىٰ وليدل چې هغۀ څومره په پوهه سره جواب ورکړو نو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ د خُدائ پاک د بادشاهۍ نه لرې نۀ يې.“ د دې نه پس بيا چا همت ونۀ کړو چې د عيسىٰ نه نور تپوسونه وکړى. |
|
| 35 |
|
| نو کله چې عيسىٰ د خُدائ په کور کښې تعليم ورکولو، داسې يې وفرمائيل، ”نو د شرعې عالمان بيا دا څنګه وائى چې مسيح د داؤد زوئ دے؟ |
|
| 36 |
|
| داؤد په خپله د روحُ القُدس د الهام په وسيله دا فرمائيلى دى چې، ”مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، زما ښى لاس ته تر هغې کښېنه چې ترڅو زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې نۀ کړم.“ |
|
| 37 |
|
| داؤد په خپله هغۀ ته مالِک وائى، نو بيا هغه د داؤد زوئ څنګه کېدے شى؟“ هلته ډېره ګڼه وه او ډېر په مينه يې د دۀ خبرې اورېدې. |
|
| 38 |
|
| عيسىٰ په خپل تعليم کښې دوئ ته وفرمائيل چې، ”د شرعې د عالمانو نه ځان ساتئ څوک چې په لويو لويو چوغو کښې ګرځى او په بازارونو کښې په سلامونو ډېر خوشحاليږى |
|
| 39 |
|
| او په عبادتخانو او په مېلمستياو کښې د مشرۍ په ځائ کښېناستل خوښوى. |
|
| 40 |
|
| هم دا هغه خلق دى چې د کونډو جائيدادونه قبضه کوى او د رياکارۍ اوږدې اوږدې دُعاګانې کوى، دوئ به سخته سزا ومومى.“ |
|
| 41 |
|
| عيسىٰ د خُدائ د کور خزانې ته مخامخ کښېناستو او دا ننداره يې کوله چې خلق په خزانه کښې پېسې څنګه اچوى. ډېرو مالدارو خلقو ډيرې زياتې پېسې واچولې. |
|
| 42 |
|
| بيا يوه غريبه کونډه راغله او هغې د تانبې دوه سيکې په کښې واچولې چې دواړه د يوې پېسې برابرې وې. |
|
| 43 |
|
| بيا عيسىٰ خپل مريدان ځان ته راوبلل او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دې غريبې کونډې د هر چا نه زيات واچول. |
|
| 44 |
|
| ځکه چې هغه نورو چې څۀ واچول د هغوئ سره د ضرورت نه سېوا وُو، خو هغې د خپلې غريبۍ په مطابق چې څۀ هم ورسره نۀ وُو د خپلې ګزارې هر څۀ يې واچول.“ |
|
|
: |
| 1 | | 2 | | 3 | | 4 | | 5 | | 6 | | 7 | | 8 | | 9 | | 10 | | 11 | | 12 | | 13 | | 14 | | 15 | | 16 | | 17 | | 18 | | 19 | | 20 | | 21 | | 22 | | 23 | | 24 | | 25 | | 26 | | 27 | | 28 | | 29 | | 30 | | 31 | | 32 | | 33 | | 34 | | 35 | | 36 | | 37 | | 38 | | 39 | | 40 | | 41 | | 42 | | 43 | | 44 | 1
1
1 |
|
|---|
|
https://beblia.bible:81/BibleAudio/pashto2019/mark/012.mp3
16
12