|
| 1 |
|
| په هغه وخت کې امپراتور اګوستوس د روم په ټوله امپراتورۍ کې د سرشمیرنې په خاطر یو فرمان جاري کړ. |
|
| 2 |
|
| دا لومړنۍ سرشمیرنه وه چې د سوریې د والي کرینوس په وخت کې وشوه. |
|
| 3 |
|
| هرڅوک خپل ښار ته لاړ چې خپل نوم ولیکي. |
|
| 4 |
|
| نو یوسف هم د جلیل د ناصریې د ښار څخه د یهودیې د ولایت د بیت لحم ښار ته چې د داود پادشاه د زیږېدنې ځای ؤ لاړ، ځکه چې هغه د داود د کورنۍ څخه ؤ. |
|
| 5 |
|
| یوسف د مریم سره چې کوژدنه یې وه او امیدواره وه د نوم لیکنې لپاره هلته لاړ. |
|
| 6 |
|
| او کله چې هغوی په بیت لحم کې وو د هغې د ماشوم د زېږېدلو وخت راورسېد. |
|
| 7 |
|
| هغې خپل لومړنی ماشوم چې هلک ؤ وزېږاوه. هغه یې په اورني کې تاو کړ او په آخور کې یې کېښود، ځکه چې په مسافرخانه کې د هغوی دپاره ځای نه ؤ. |
|
| 8 |
|
| په هغې سیمه کې څو شپانه وو چې په شاوخوا ځمکو کې اوسېدل او د شپې به یې په خپلو رمو پام کاوه. |
|
| 9 |
|
| د څښتن فرښته هغوی ته ښکاره شوه او د څښتن د جلال رڼا په هغوی باندې وځلېدله. هغوی سخت ووېرېدل. |
|
| 10 |
|
| خو فرښتې هغوی ته وویل: «مه وېرېږئ، ما تاسو ته یو زېری راوړی چې د ټولو خلکو دپاره به یوه لویه خوشحالي وي. |
|
| 11 |
|
| همدا نن د داود په ښار کې ستاسو دپاره یو ژغورونکی زیږېدلی دی چې هغه مسیح او څښتن دی. |
|
| 12 |
|
| او ستاسو دپاره به دا نښه وي چې یو ماشوم به پیدا کړئ چې په اورني کې به تاو شوی وي او په آخور کې به پروت وي.» |
|
| 13 |
|
| ناڅاپه د هغې فرښتې سره یو لوی آسماني لښکر راښکاره شو چې د خدای دا ثناه یې ویله: |
|
| 14 |
|
| «خدای ته دې وي جلال په لوړو آسمانونو کې او سوله او سلامتي دې وي په ځمکه باندې په هغو خلکو باندې چې ترې راضي دی هغه» |
|
| 15 |
|
| کله چې فرښتې هغوی پرېښودل او بېرته آسمان ته لاړې، نو شپانو یو بل ته سره وویل: «راځئ چې بیت لحم ته لاړ شو او هغه څه چې پېښ شوي دي او څښتن خدای مونږ د هغې څخه خبر کړي یو، ووینو.» |
|
| 16 |
|
| نو هغوی په منډه لاړل او مریم او یوسف یې پیدا کړل او ویې لیدل چې ماشوم په آخور کې پروت دی. |
|
| 17 |
|
| کله چې شپانو هغه ماشوم ولید، نو څه چې یې د هغه په هکله اوریدلي وو ټول یې خبر کړل. |
|
| 18 |
|
| هر چا چې د شپانو خبرې اوریدلې نو حیران پاتې کېدل. |
|
| 19 |
|
| خو مریم دا ټول شیان په خپل زړه کې ساتل او د هغو په هکله یې ډېر زیات فکر کاوه. |
|
| 20 |
|
| شپانه بېرته لاړل او څه چې يې اوریدلي او لیدلي وو د هغې دپاره یې د خدای لویي بیانوله او ثناه يې ویله، ځکه دا هماغه څه وو چې فرښتې هغوی ته ویلي وو. |
|
| 21 |
|
| په اتمه ورځ کله چې د ماشوم د سنتولو وخت راورسېد، نو په هغه یې عیسی نوم کېښود. دا هغه نوم ؤ چې مخکې له دې چې مریم امیدواره شي فرښتې ورباندې ایښی ؤ. |
|
| 22 |
|
| کله چې د موسی د شریعت له مخې د یوسف او مریم د پاکوالي د مراسمو وخت راورسېد، نو هغوی هغه ماشوم اورشلیم ته بوتلو چې څښتن ته یې وړاندې کړي. |
|
| 23 |
|
| لکه څنګه چې په شریعت کې لیکل شوي دي: «هر لومړنی نر ماشوم چې پیدا شي باید څښتن ته وقف شي.» |
|
| 24 |
|
| نو هغوی د شریعت له مخې قرباني وکړله یعنې یوه جوړه کوترې یا دوه ځوانې قمري. |
|
| 25 |
|
| هغه وخت په اورشلیم کې د شمعون په نوم یو سړی اوسېده. هغه یو رښتینی او پرهیزګاره سړی ؤ او د اسراییلو د ژغورنې انتظار یې کاوه او روح القدس ورسره ؤ. |
|
| 26 |
|
| روح القدس شمعون ته دا په ښکاره ویلي وو چې ترڅو پورې د خدای له خوا وعده شوی مسیح ونه ویني هغه به نه مړ کیږي. |
|
| 27 |
|
| شمعون د روح القدس په لارښودنه دننه د خدای کور ته راغی. کله چې د عیسی مور او پلار ماشوم هلته راوست ترڅو د هغه دپاره هغه څه وکړي چې د موسی شریعت یې غوښتنه کوله، |
|
| 28 |
|
| نو شمعون هغه ماشوم په غېږ کې واخیست او د خدای ثناه یې وویله: |
|
| 29 |
|
| «ای څښتن تعالی، اوس دې رخصت کړه خپل خادم د دې نړۍ نه په سلامتۍ سره لکه چې څنګه تا وعده کړې وه |
|
| 30 |
|
| ما ستا خلاصون ولیده په خپلو سترګو، |
|
| 31 |
|
| هغه خلاصون چې تیار کړی تا د ټولو خلکو په حضور کې |
|
| 32 |
|
| یوه رڼا چې به ښکاره کړي اراده ستا غیریهودو ته او کړي به ستا قوم اسراییل سرلوړی» |
|
| 33 |
|
| د ماشوم مور او پلار په هغو خبرو چې شمعون د هغه په هکله وکړې حیران شول. |
|
| 34 |
|
| شمعون د هغوی دپاره د خیر دعا وکړه او د عیسی مور مریم ته یې وویل: «دا ماشوم په اسراییلو کې د ډېرو د بربادۍ او یا سرلوړۍ دپاره د خدای له خوا غوره شوی دی. هغه د خدای له خوا یوه نښه ده چې ډېر خلک به یې مخالفت وکړي |
|
| 35 |
|
| او په دې ډول د ډېرو زړونو پټ خیالونه به ښکاره شي. او ای مریمې، غم به لکه د تیرې تورې په شان ستا زړه هم سوری سوری کړي.» |
|
| 36 |
|
| هلته یوه پیغمبره وه چې حنا نومیدله، د فنوییل لور وه او د اشیر د قبیلې څخه وه. هغه د واده څخه وروسته یوازې اووه کاله د خپل میړه سره واوسیدله او له هغې وروسته یې میړه مړ شو. |
|
| 37 |
|
| اوس هغه څلوراتیا کلنه او کونډه وه. هغه هیڅکله د خدای د کور څخه نه وتله، بلکې شپه او ورځ به یې په روژه نیولو او دعا کولو سره د خدای عبادت کاوه. |
|
| 38 |
|
| حنا په هماغه وخت کې یوسف او مریم ته راغله، د خدای شکر یې وویست او د هغو ټولو خلکو سره یې چې د اورشلیم د آزادۍ په تمه وو د هغه ماشوم په هکله خبرې وکړې. |
|
| 39 |
|
| کله چې یوسف او مریم هر څه د شریعت له مخې سرته ورسول، نو بېرته خپل ښار ناصریې ته چې په جلیل کې ؤ راستانه شول. |
|
| 40 |
|
| هغه ماشوم لوی او قوي شو، هغه د حکمت څخه ډک ؤ او د خدای فضل ورسره ؤ. |
|
| 41 |
|
| د عیسی مور او پلار به هر کال د فسحې د اختر دپاره اورشلیم ته تلل. |
|
| 42 |
|
| کله چې عیسی دولس کلن شو نو هغوی د خپل دود او دستور له مخې د اختر دپاره اورشلیم ته لاړل. |
|
| 43 |
|
| کله چې د اختر ورځې پای ته ورسیدلې، هغوی بېرته خپل کور ته روان شول او عیسی چې لا کوچنی هلک ؤ په اورشلیم کې پاتې شو، خو د هغه مور او پلار ترې خبر نه وو. |
|
| 44 |
|
| هغوی ګومان کاوه چې عیسی د نورو مسافرو په ډله کې روان دی. هغوی ټوله ورځ سفر وکړ او بیا یې د خپلو خپلوانو او دوستانو په منځ کې د هغه په لټولو پیل وکړ. |
|
| 45 |
|
| کله یې چې هغه پیدا نه کړ نو بېرته اورشلیم ته لاړل ترڅو هغه ولټوي. |
|
| 46 |
|
| درې ورځې وروسته یې هغه د خدای په کور کې پیدا کړ چې د دیني عالمانو سره ناست ؤ، هغوی ته یې غوږ نیولی ؤ او پوښتنې یې ترې کولې. |
|
| 47 |
|
| هر چا چې د عیسی خبرې اوریدلې نو د هغه پوهې او ځوابونو ته حیران پاتې کېدل. |
|
| 48 |
|
| کله چې مور او پلار یې هغه ولید نو حیران شول او مور یې ورته وویل: «ګوره زویه، مونږ سره دې ولې داسې وکړل؟ ما او پلار دې په ډېرې اندیښنې سره ته لټولې.» |
|
| 49 |
|
| هغه ورته وویل: «تاسو ولې زه لټولم؟ آیا په دې نه پوهېدلئ چې زه باید د خپل پلار په کور کې واوسم؟» |
|
| 50 |
|
| خو هغوی د هغه د خبرې په مقصد پوه نه شول. |
|
| 51 |
|
| نو عیسی د هغوی سره بېرته ناصریې ته لاړ او د هغوی تابع ؤ. مور یې دا ټولې خبرې په خپل زړه کې ساتلې. |
|
| 52 |
|
| عیسی د قد او حکمت په لحاظ لویېده او د خدای او خلکو خوښیده. |
|
|
|
|