|
| 1 |
|
| پولوس او برنباس په اِکونيوم کښې د يهوديانو عبادتخانې ته لاړل. هلته هغوئ په داسې ښۀ انداز سره خبرې وکړې چې ډېرو يهوديانو او غېريهوديانو پرې ايمان راوړو. |
|
| 2 |
|
| خو بېايمانه يهوديانو د غېريهوديانو په ذهنونو کښې د ايماندارانو خلاف نفرت پېدا کړو. |
|
| 3 |
|
| خو د ډيرې مودې دپاره پولوس او برنباس هلته پاتې شول او په زړۀ ورتيا سره يې د مالِک په حقله خبرې کولې، نو مالِک د هغوئ د معجزو او نښو او عجيبه کارونو د قابليت په ورکولو سره د خپل کلام تصديق وکړو. |
|
| 4 |
|
| خو د ښار خلق په دوو ډلو تقسيم شول، ځينې د يهوديانو په طرف او ځينې د رسولانو سره شول. |
|
| 5 |
|
| خو غېريهوديانو او يهوديانو په يو ځائ د ښار د حاکمانو سره داسې منصوبه جوړه کړه چې دوئ به هغوئ بېعزته او سنګسار کړى. |
|
| 6 |
|
| نو هغوئ د دوئ د نيت نه خبر شول او د لوکاونيه ښارونو لستره او دربې ته او ګېرچاپېره مُلکونو ته يې هِجرت وکړو. |
|
| 7 |
|
| او هلته يې مسلسل د زيرى تعليم ورکولو. |
|
| 8 |
|
| په لستره کښې يو شل سړے وو چې پېدائشى ګوډ وو او هيچرې نۀ وو ګرځېدلے. |
|
| 9 |
|
| کله چې پولوس بيان کولو نو هغۀ ورته غوږ اېښے وو، نو چې پولوس ورته د زړۀ نه وکتل نو په دې پوهه شو چې د هغۀ په جوړېدلو ايمان شته، |
|
| 10 |
|
| نو هغۀ ورته په زوره ووئيل، ”پاڅه او په خپلو پښو ودرېږه.“ نو هغه اېک دم پاڅېدو او روان شو. |
|
| 11 |
|
| کله چې خلقو د پولوس دا کار وليدو هغوئ په خپله مقامى ژبه کښې ووئيل چې، ”خُدايان د انسانانو په شکل کښې مونږ ته راکوز شوى دى.“ |
|
| 12 |
|
| هغوئ برنباس ته د زيُوس معبود او پولوس ته د هِرميس معبود خطاب وکړو ځکه چې پولوس د هغوئ مشرکلام اورونکے وو. |
|
| 13 |
|
| د زيُوس اِمام چې د چا عبادتخانه د ښار نه بهر وه، هغۀ د ښار دروازې ته غوَيان او هارونه راوړل ځکه چې هغۀ او هغه ګڼې غوښتل چې هغوئ ورته قربانى پېش کړى. |
|
| 14 |
|
| خو کله چې برنباس او پولوس په دې خبر شُو نو خپلې جامې يې وشلولې او خلقو ته يې ورمنډې کړې او چغې يې کړې چې، |
|
| 15 |
|
| ”اے خلقو. تاسو ولې داسې کارونه کوئ؟ مونږ خو هم ستاسو په شان انسانان يُو. مونږ دا زيرے د دې دپاره تاسو له راوړو چې تاسو د دې عبث بُتانو نه ژوندى خُدائ پاک ته راواوړئ چا چې آسمانونه، زمکې، سمندرونه او په دې کښې هر څۀ پېدا کړى دى. |
|
| 16 |
|
| په تېرو شوو زمانو کښې هغۀ ټول نسلونه خپلې خوښې ته پرېښې وو چې په کومه ځى. |
|
| 17 |
|
| هغۀ خپل وجود په تاسو د رحم په وسيله ثابت کړو، يعنې په تاسو د آسمان نه باران ورَوى او په خپل موسم کښې فصلونه درکوى، هغه تاسو په خوراک مړوى او ستاسو زړونه خوشحالوى.“ |
|
| 18 |
|
| په دې وينا سره رسولانو خلق خپل ځان ته د قربانۍ کولو نه ډېره په ګرانه سره منع کړل. |
|
| 19 |
|
| بيا د اَنطاکيه او اِکونيوم نه څۀ يهوديان هغه ځائ ته راغلل او خلق يې ځان سره ملګرى کړل. نو هغوئ بيا پولوس سنګسار کړو او د ښار نه يې بهر راښکلو، د هغوئ خيال دا وو چې ګنې مړ دے. |
|
| 20 |
|
| خو چې کله مريدان د هغۀ نه راتاو شول، نو هغه پاڅېدو او ښار ته واپس دننه لاړو او په بله ورځ هغه د برنباس سره دربې ښار ته لاړو. |
|
| 21 |
|
| په دربې کښې د زيرى اورولو نه وروستو ډېر خلق د عيسىٰ مريدان شول. بيا هغوئ لستره، اِکونيوم او اَنطاکيه ته واپس لاړل. |
|
| 22 |
|
| هغوئ د ايماندارانو زړونه مضبوط کړل او ډاډګيرنه يې ورکړه چې په خپل ايمان ټينګ او قائم پاتې شى او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهۍ ته د داخلېدو دپاره به مونږ ډېر تکليفونه زغمو.“ |
|
| 23 |
|
| هغوئ په هر جماعت کښې مشران مقرر کړل، او په روژه نيولو او دُعا کولو سره يې هغوئ هغه مالِک ته وسپارل په چا چې يې ايمان راوړے وو. |
|
| 24 |
|
| بيا هغوئ د پيسيديه نه تير شول او پمفوليه ته راغلل. |
|
| 25 |
|
| او کله چې هغوئ په پرګه کښې کلام واورولو نو هغوئ لاندې اټاليى ته لاړل. |
|
| 26 |
|
| د اټاليى نه هغوئ اَنطاکيه ته په سمندرى جهاز کښې لاړل چرته چې هغوئ د هغه کار دپاره د خُدائ پاک فضل ته وسپارلے شول کوم چې دوئ اوس پوره کړو. |
|
| 27 |
|
| کله چې هغوئ راورسېدل نو هغوئ جماعت يو ځائ راجمع کړو، او د هغه هر څۀ نه يې هغوئ خبر کړل چې خُدائ پاک د دوئ په وسيله کړى وُو، او چې څنګه هغۀ غېريهوديانو ته د ايمان د راوړلو دروازه کولاو کړې وه. |
|
| 28 |
|
| او هغوئ هلته تر ډېره وخته پورې د مريدانو سره پاتې شول. |
|
|
: |
| 1 | | 2 | | 3 | | 4 | | 5 | | 6 | | 7 | | 8 | | 9 | | 10 | | 11 | | 12 | | 13 | | 14 | | 15 | | 16 | | 17 | | 18 | | 19 | | 20 | | 21 | | 22 | | 23 | | 24 | | 25 | | 26 | | 27 | | 28 | 1
1
1 |
|
|---|
|
https://beblia.bible:81/BibleAudio/pashto2019/acts/014.mp3
28
14