|
| 1 |
|
| لوی کاهن د استیفان څخه پوښتنه وکړه: «ایا دا رښتیا دي؟» |
|
| 2 |
|
| استیفان ځواب ورکړ: «ای ورونو او پلرونو! ماته غوږ ونیسئ! مخکې له دې چې زمونږ نیکه ابراهیم لاړ شي او په حاران کې واوسیږي، د جلال خاوند خدای ورته په بین النهرین کې ورښکاره شو |
|
| 3 |
|
| او هغه ته یې وویل: ‹خپل وطن او خپل خپلوان دې پرېږده او هغه هېواد ته لاړ شه چې زه یې درته ښایم.› |
|
| 4 |
|
| نو ابراهیم د کلدانیانو د وطن څخه لاړ او په حاران کې اوسېده. کله چې د ابراهیم پلار مړ شو، نو خدای هغه دې وطن ته چې تاسو اوس په کې اوسېږئ، راوست. |
|
| 5 |
|
| خو خدای په هغه وطن کې هغه ته حتی یو متر مربع ځمکه هم د میراث په توګه ورنه کړه، حتی دومره ځمکه یې هم ورنه کړه چې پښه ورباندې کېږدي. خو خدای وعده وکړه چې دا ځمکه به هغه ته او د هغه څخه وروسته د هغه اولادې ته ورکړي چې د هغوی ملکیت شي، که څه هم ابراهیم په هغه وخت کې اولاد نه درلود. |
|
| 6 |
|
| نو خدای ابراهیم ته داسې وویل: ‹ستا اولاده به په پردي وطن کې د مسافرو په شان اوسیږي. هغوی به هلته غلامان وي او څلور سوه کاله به ورباندې ظلم کیږي.› |
|
| 7 |
|
| همدارنګه خدای وویل: ‹ خو زه به هغه قوم ته چې ستاسو د اولادې څخه غلامان جوړوي، سزا ورکړم. وروسته به هغوی د هغه وطن څخه راووځي او په دې ځای کې به زما عبادت کوي.› |
|
| 8 |
|
| بیا خدای ابراهیم ته د سنتولو حکم ورکړ چې د لوظ یوه نښه به وي، ترڅو دا وښایي چې هغه په شوي لوظ باندې عمل کړی دی. نو کله چې د ابراهیم زوی اسحاق پیدا شو، نو هغه یې په اتمه ورځ سنت کړ. اسحاق خپل زوی یعقوب سنت کړ او یعقوب خپل دولس زامن چې وروسته بیا د دولسو قبیلو مشران شول، سنت کړل. |
|
| 9 |
|
| د یعقوب زامنو د خپل ورور یوسف سره بخیلي پیدا کړه او هغه یې په مصر کې د غلام په توګه خرڅ کړ. خو خدای د هغه سره مل ؤ |
|
| 10 |
|
| او هغه یې له خپلو ټولو تکلیفونو څخه خلاص کړ. کله چې یوسف د مصر د پاچا فرعون په حضور کې راښکاره شو، خدای په هغه باندې فضل وکړ او هغه ته یې حکمت ورکړ. نو فرعون هغه د ټول مصر واکمن او د خپلې کورنۍ مسوول وټاکه. |
|
| 11 |
|
| بیا په ټول مصر او کنعان کې قحطي راغله چې د یو لوی مصیبت د رامنځته کېدلو سبب شوه او زمونږ نیکونو د خوراک دپاره څه شی نه شو پیدا کولای. |
|
| 12 |
|
| نو کله چې یعقوب خبر شو چې په مصر کې غلې دانې پیدا کیږي، نو هغه خپل زامن یعنې زمونږ نیکونه د لومړي ځل دپاره هلته ولېږل. |
|
| 13 |
|
| کله چې هغوی د دوهم ځل دپاره هلته لاړل، نو یوسف خپل ځان خپلو ورونو ته وروپېژانده او فرعون د یوسف کورنۍ وپېژندله. |
|
| 14 |
|
| نو یوسف خپل پلار یعقوب او ټول خپلوان چې شمېر یې پنځه اویا تنو ته رسېده، مصر ته راوغوښتل. |
|
| 15 |
|
| نو یعقوب مصر ته لاړ او هلته هغه او زامن یې یعنې زمونږ نیکونه مړه شول. |
|
| 16 |
|
| د هغوی مړي شکیم ته یووړل شول او په هغې هدیره کې ښخ کړای شول چې ابراهیم د حمور د زامنو څخه په بیه اخیستې وه. |
|
| 17 |
|
| کله چې هغه وخت راورسېد چې خدای د ابراهیم سره خپله کړې وعده پوره کړي، نو په دې وخت کې زمونږ د خلکو شمېر په مصر کې ډېر زیات شو. |
|
| 18 |
|
| بیا په مصر کې یو بل پاچا په تخت کښېناست چې یوسف یې نه پېژانده. |
|
| 19 |
|
| هغه زمونږ د نیکونو سره ټګي وکړه، په هغوی باندې یې ظلم کاوه او هغوی یې دې ته مجبور کړل چې خپل نوي زېږېدلي ماشومان د کورونو څخه دباندې پرېږدي چې مړه شي. |
|
| 20 |
|
| په دې وخت کې موسی وزېږېده. هغه یو ډېر ښکلی ماشوم ؤ او تر درې میاشتو پورې د هغه پالنه د خپل پلار په کور کې کېدله. |
|
| 21 |
|
| خو کله چې هغوی مجبور شول چې هغه د کور څخه دباندې پرېږدي، نو د فرعون لور هغه واخیست او د خپل زوی په شان یې د هغه روزنه کوله. |
|
| 22 |
|
| موسی د مصریانو د ټول حکمت او پوهې تعلیم حاصل کړ. هغه په خبرو او کارونو کې غښتلی شو. |
|
| 23 |
|
| کله چې موسی څلوېښت کلن شو، نو په زړه کې یې دا وګرځېدل چې د خپلو اسراییلي ورونو د لیدلو دپاره لاړ شي. |
|
| 24 |
|
| کله چې هغه ولیدل چې یو مصري د یو اسراییلي سره بد چلند کاوه، نو هغه ورغی چې د هغه اسراییلي څخه دفاع وکړي او د مصري څخه یې د هغه بدل واخیست او هغه یې وواژه. |
|
| 25 |
|
| موسی فکر کاوه چې د هغه خپل قوم به په دې پوه شي چې د ده په وسیله به خدای هغوی ته خلاصون ورکوي، خو هغوی پوه نه شول. |
|
| 26 |
|
| بله ورځ موسی ولیدل چې دوه اسراییلیانو په خپلو کې سره جګړه کوله او هغه هڅه کوله چې د هغوی ترمنځ روغه جوړه وکړي، نو موسی هغوی ته وویل: ‹ای خلکو! تاسو خو سره ورونه یئ، نو ولې یو د بله سره جګړه کوئ؟› |
|
| 27 |
|
| خو هغه ملامته سړي موسی ټېل واهه او ورته ویې ویل: ‹ته چا په مونږ باندې حاکم او قاضي ټاکلی یې؟ |
|
| 28 |
|
| ایا ته غواړې چې د پروني مصري په شان ما هم مړ کړې؟› |
|
| 29 |
|
| کله چې موسی دا خبره واورېدله، نو هغه د مصر څخه وتښتېد او مدیان ته لاړ او هلته د مسافر په شان اوسېده. هلته د هغه دوه زامن پیدا شول. |
|
| 30 |
|
| څلوېښت کاله وروسته د سینا غره ته نژدې په یوه دښته کې د یو سوځېدونکي بوټي د اور په لمبو کې یوه فرښته موسی ته ورښکاره شوه. |
|
| 31 |
|
| کله چې موسی هغه ولیدله، نو حیران شو. څنګه چې نژدې ورغی چې هغه ښه وویني، نو د څښتن اواز یې واورېد: |
|
| 32 |
|
| ‹زه ستا د نیکونو خدای یم، د ابراهیم، اسحاق او یعقوب خدای یم.› موسی له وېرې رپېده او جرات یې نه شو کولای چې ورته وګوري. |
|
| 33 |
|
| څښتن هغه ته وویل: ‹خپلې څپلۍ وباسه، ځکه په کومه ځمکه باندې چې ته ولاړ یې هغه سپېڅلې ده. |
|
| 34 |
|
| ما لیدلي دي چې زما په قوم باندې په مصر کې ظلم کیږي. ما د هغوی فریادونه اورېدلي او زه د هغوی د خلاصون دپاره راښکته شوی یم. اوس راشه، زه تا بېرته مصر ته لېږم.› |
|
| 35 |
|
| نو دا هماغه موسی دی چې د اسراییلو خلکو رد کړی ؤ او ورته ویلي یې وو: ‹ته چا په مونږ باندې حاکم او قاضي ټاکلی یې؟› خدای همدا موسی د هغې فرښتې په وسیله چې هغه ته د سوځېدونکي بوټي د اور په لمبو کې ښکاره شوه، ولېږه ترڅو د اسراییلو د خلکو حاکم او خلاصوونکی وي. |
|
| 36 |
|
| دا موسی ؤ چې هغوی یې د مصر څخه راوویستل او په مصر او سره بحیره کې او څلوېښت کاله یې په دښته کې حیرانوونکي کارونه وکړل او معجزې یې وښودلې. |
|
| 37 |
|
| دا هغه موسی دی چې اسراییلیانو ته یې وویل: ‹خدای به ستاسو د خپل قوم څخه ستاسو دپاره زما په شان یو پیغمبر درولېږي.› |
|
| 38 |
|
| دا موسی ؤ چې په دښته کې زمونږ د نیکونو یعنې د خدای د قوم په غونډه کې د هغوی سره ؤ او فرښتې ورسره د سینا په غره کې خبرې وکړې. هلته هغه د خدای ژوندی کلام تر لاسه کړ چې مونږ ته یې راورسوي. |
|
| 39 |
|
| خو زمونږ نیکونو د موسی د منلو څخه انکار وکړ. هغه یې رد کړ او غوښتل یې چې بېرته مصر ته لاړ شي. |
|
| 40 |
|
| نو هغوی هارون ته وویل: ‹مونږ ته داسې خدایان جوړ کړه چې زمونږ لارښوونه وکړي. ځکه مونږ نه پوهېږو چې په دې موسی باندې چې مونږ یې له مصر څخه راوویستلو، څه وشول.› |
|
| 41 |
|
| په هغه وخت کې هغوی د خوسکي په شکل یو بت جوړ کړ او هغه ته یې قرباني وړاندې کړه او په خپلو لاسونو جوړ شوي شي ته یې خوشحالي وکړه. |
|
| 42 |
|
| نو خدای د هغوی څخه مخ واړاوه او هغوی یې پرېښودل چې د اسماني ستورو عبادت وکړي، لکه څنګه چې د پیغمبرانو په کتابونو کې لیکل شوي دي: ای د اسراییلو قومه! ایا تاسو په دې څلوېښتو کالو کې په دې دښته کې ماته قربانۍ او نذرانې راوړې دي؟ |
|
| 43 |
|
| نه، تاسو هغه د مولک بت د عبادت خېمه او د خپل رفان خدای د ستوري تصویر له ځان سره وړئ چې په خپله مو جوړ کړي دي چې عبادت یې وکړئ. نو تاسو به د بابل بلې خواته جلاوطنه کړم. |
|
| 44 |
|
| زمونږ نیکونو په دښته کې د شهادت خېمه لرله. دا هغه خېمه وه چې خدای موسی ته حکم کړی ؤ چې د هغې نمونې له مخې چې هغه ته ښودل شوې وه، جوړه کړي. |
|
| 45 |
|
| وروسته بیا دا خېمه زمونږ نیکونو ته ورکړل شوه او هغوی دا هغه وخت راوړله کله چې د یوشع سره روان وو او د هغو قومونو ځمکه یې ونیوله چې خدای د هغوی له مخې څخه لېرې کول. دا خېمه د داود تر وخته پورې هلته پاتې وه. |
|
| 46 |
|
| خدای د داود څخه خوشحاله ؤ او هغه خدای ته سوال وکړ چې د یعقوب د خدای دپاره د اوسېدلو ځای جوړ کړي. |
|
| 47 |
|
| خو دا سلیمان ؤ چې د خدای دپاره یې کور جوړ کړ. |
|
| 48 |
|
| خو خدای تعالی د انسانانو په لاس جوړ شوي کور کې نه اوسیږي. لکه څنګه چې یو پیغمبر وایي: |
|
| 49 |
|
| اسمان زما تخت دی او ځمکه زما د پښو چوکۍ ده. تاسو به ماته څه ډول کور جوړ کړئ؟ څښتن وایي: او زما د اوسېدلو ځای چېرته دی؟ |
|
| 50 |
|
| ایا دغه ټول شیان ما په خپلو لاسونو باندې پیدا کړي نه دي؟ |
|
| 51 |
|
| ای سرزورو خلکو! ستاسو زړونه د کافرو د زړونو په شان دي، د خدای د پیغام اورېدلو ته کاڼه یئ! تاسو تل د خپلو نیکونو په شان د روح القدس په وړاندې ودرېږئ. |
|
| 52 |
|
| ایا داسې کوم پیغمبر شته چې ستاسو نیکونو ځورولی نه وي؟ هغوی هغه پیغمبران هم ووژل چې د هغه د نېک خدمتګار د راتګ پېشګویي یې کړې وه او اوس تاسو د هغه سره خیانت وکړ او هغه مو وواژه. |
|
| 53 |
|
| تاسو هغه خلک یئ چې شریعت درته د فرښتو په وسیله درورسېد، خو تاسو ورباندې عمل ونه کړ.» |
|
| 54 |
|
| کله چې د شورا غړو د استیفان خبرې واورېدلې، نو ډېر په قهر شول او د قهر له لاسه یې خپل غاښونه وچیچل. |
|
| 55 |
|
| خو استیفان چې د روح القدس څخه ډک ؤ، اسمان ته په ځیر وکتل او د خدای جلال یې ولیده او عیسی یې ولیده چې د خدای ښي لاس ته ولاړ ؤ. |
|
| 56 |
|
| هغه وویل: «ګورئ! زه وینم چې د اسمان دروازې خلاصې دي او د انسان زوی د خدای ښي لاس ته ولاړ دی.» |
|
| 57 |
|
| د شورا غړو په لوړ اواز سره چیغې ووهلې او خپل غوږونه یې بند کړل او هغوی ټولو په هغه باندې حمله وکړه |
|
| 58 |
|
| او هغه یې د ښار څخه دباندې وویست او سنګسار یې کړ. کومو خلکو چې د هغه په خلاف شاهدي ورکړې وه خپلې چپنې وویستلې او د شاوول په نوم د یو ځوان په پښو کې کېښودلې. |
|
| 59 |
|
| کله چې هغوی استیفان سنګساراوه، نو هغه دعا وکړه: «ای څښتنه عیسی! زما روح قبول کړه.» |
|
| 60 |
|
| هغه په ګونډو شو او په لوړ اواز یې چیغې ووهلې: «ای څښتنه، هغوی په دې ګناه مه نیسه.» هغه دا خبره وکړه او مړ شو. |
|
|
|
|