|
| 1 |
|
| په همدې دلیل زه پولوس چې ستاسو غیریهودیانو او د عیسی مسیح په خاطر بندي یم، تاسو دپاره دعا کوم. |
|
| 2 |
|
| تاسو به خامخا اورېدلي وي چې خدای د خپل فضل له مخې ماته دا وظیفه راکړې ده چې ستاسو دپاره یې سرته ورسوم. |
|
| 3 |
|
| لکه څنګه چې ما تاسو ته مخکې په لنډه توګه ولیکل، دا پټ راز خدای په خپله د الهام په وسیله ماته ښکاره کړ. |
|
| 4 |
|
| ما چې تاسو ته څه لیکلي دي، که چېرې تاسو هغه ولولئ، نو پوه به شئ چې زه د مسیح د پټ راز څخه خبر یم. |
|
| 5 |
|
| دا راز په پخوا زمانو کې انسانانو ته داسې نه ؤ ښکاره شوی لکه څنګه چې اوس د روح القدس په وسیله د خدای سپېڅلو رسولانو او پیغمبرانو ته ښکاره شوی دی. |
|
| 6 |
|
| هغه راز دا دی چې غیریهودیان د زېري په وسیله د یهودیانو سره په میراث کې شریک دي، دواړه د یو بدن غړي او په هغې وعدې کې شریک دي چې خدای په عیسی مسیح کې زمونږ سره کړې ده. |
|
| 7 |
|
| زه د خدای د فضل د نعمت په وسیله چې ماته یې د خپل قدرت په کارولو سره راکړی دی، د زېري خدمتګار شوم. |
|
| 8 |
|
| که څه هم زه د خدای په ټولو خلکو کې کوچنی یم، خو دا فضل یې په ما کړی دی چې زه غیریهودیانو ته د مسیح د بې حده شتمنۍ زېری ورکړم |
|
| 9 |
|
| او هغه پټه نقشه ټولو خلکو ته ښکاره کړم چې خدای د ټولو شیانو خالق دا راز د ازل نه پټ ساتلی ؤ. |
|
| 10 |
|
| د خدای مقصد دا ؤ چې اوس د خپل حکمت مختلف اړخونه د کلیسا په وسیله حاکمانو او د واک خاوندانو ته په اسماني ځایونو کې ښکاره کړي. |
|
| 11 |
|
| د دې پټ راز ښکاره کول هغه ابدي مقصد ؤ چې خدای زمونږ د څښتن عیسی مسیح په وسیله عملي کړ. |
|
| 12 |
|
| نو مونږ په مسیح کې او په هغه باندې د ایمان په وسیله په زړورتیا او باور سره کولای شو چې د خدای حضور ته ورشو. |
|
| 13 |
|
| نو زه ستاسو نه غوښتنه کوم چې زما د کړاوونو په خاطر چې ستاسو دپاره یې تېروم مه بې زړه کېږئ، ځکه چې دا ستاسو د سرلوړۍ سبب کیږي. |
|
| 14 |
|
| په همدې دلیل زه د پلار په مخکې په ګونډو کېږم، |
|
| 15 |
|
| د هغه چا په مخکې چې هره کورنۍ په اسمان او ځمکه کې خپل نوم د هغه څخه اخلي. |
|
| 16 |
|
| زه دعا کوم چې هغه تاسو ته د خپل لوی جلال له مخې هغه قوت درکړي چې تاسو په خپل باطن کې د هغه د روح په وسیله قوي شئ. |
|
| 17 |
|
| همدارنګه زه دعا کوم چې ستاسو د ایمان په وسیله مسیح ستاسو په زړونو کې واوسیږي. زه دعا کوم چې د خدای مینه په تاسو کې ریښې وځغلوي او د مینې په بنیاد ودان شئ، |
|
| 18 |
|
| ترڅو تاسو د خدای د ټولو خلکو سره یوځای دا توان ولرئ چې په دې پوه شئ چې د مسیح مینه څومره پراخه، اوږده، اوچته او ژوره ده |
|
| 19 |
|
| ترڅو د مسیح هغه مینه وپېژنئ چې د پوهې نه لوړه ده او تاسو په پوره توګه د خدای د کامل فطرت او خوی نه ډک شئ. |
|
| 20 |
|
| جلال دې وي هغه چاته چې په خپل قدرت سره کولای شي د هغه څه نه چې مونږ ډېر زیات غواړو او ګومان یې کوو په مونږ کې زیات کار کوي. |
|
| 21 |
|
| هغه ته دې په کلیسا او په عیسی مسیح کې تل ترتله په ټولو نسلونو کې جلال وي. امین. |
|
|
|
|