|
| 1 |
|
| نو ای خویندو او ورونو! په پای کې غواړو زمونږ دپاره دعا وکړئ چې د څښتن عیسی پیغام زر خپور شي او په عزت سره د خلکو له خوا قبول شي، لکه څنګه چې ستاسو په منځ کې خپور شو. |
|
| 2 |
|
| همدارنګه دعا وکړئ چې خدای مونږ د بدکارو او خرابو خلکو څخه وژغوري، ځکه چې ټول خلک په هغه پیغام ایمان نه لري. |
|
| 3 |
|
| خو تاسو کولای شئ چې په څښتن توکل وکړئ، ځکه چې هغه به تاسو قوي کړي او د شیطان د بدۍ څخه به مو وساتي. |
|
| 4 |
|
| څښتن ستاسو په هکله مونږ ډاډمن کړي یو چې تاسو به هغه کارونه کوئ چې مونږ یې درته حکم کړی دی او هغو ته به دوام ورکوئ. |
|
| 5 |
|
| څښتن دې تاسو ته لارښوونه وکړي چې د خدای په مینه او د مسیح په صبر او زغم باندې پوه شئ. |
|
| 6 |
|
| خویندو او ورونو! اوس مونږ تاسو ته د خپل څښتن عیسی مسیح په نوم حکم درکوو چې د هغو ایماندارانو څخه لېرې اوسئ چې په تنبلۍ سره خپل ژوند تېروي او په هغه تعلیم باندې عمل نه کوي چې مونږ ورته ورکړی دی. |
|
| 7 |
|
| تاسو خپله ښه پوهېږئ چې څنګه باید زمونږ د مثال څخه پیروي وکړئ، ځکه کله چې مونږ ستاسو سره وو، نو مونږ تنبلان او لټان نه وو. |
|
| 8 |
|
| مونږ د هېچا ډوډۍ مفته نه ده خوړلې، بلکې شپه او ورځ مو کار کړی او زحمت مو ویستلی دی، ترڅو په چا باندې بار ونه اوسو. |
|
| 9 |
|
| دا له دې امله نه ؤ چې مونږ حق نه درلود چې ستاسو څخه خواړه وغواړو، بلکې مونږ غوښتل چې ستاسو دپاره مثال شو، ترڅو زمونږ څخه پیروي وکړئ. |
|
| 10 |
|
| کله چې مونږ ستاسو سره وو، نو تاسو ته مو دا حکم کاوه: څوک چې نه غواړي کار وکړي، نو هغه دې ډوډۍ هم نه خوري. |
|
| 11 |
|
| ځکه چې مونږ اورېدلي دي چې په تاسو کې ځینې خلک شته چې خپل ژوند په تنبلۍ سره تېروي، هغوی کار نه کوي، بلکې د نورو په کارونو کې لاس وهنه هم کوي. |
|
| 12 |
|
| مونږ داسې خلکو ته د څښتن عیسی مسیح په نوم حکم کوو او ورڅخه غوښتنه کوو چې په ارامۍ سره دې خپل کار کوي او خپله ډوډۍ دې په خپله ګټي. |
|
| 13 |
|
| خو ای خویندو او ورونو! تاسو هېڅکله هم په ښه کار کولو کې زړه مه تنګوئ. |
|
| 14 |
|
| که چېرې څوک هغه خبرې چې مونږ په دې لیک کې لیکلي دي نه مني، نو د هغه سره ملګرتیا مه کوئ، ترڅو هغه وشرمیږي. |
|
| 15 |
|
| خو هغه دښمن مه ګڼئ، بلکې د یو ایماندار ورور په شان ورته نصیحت وکړئ. |
|
| 16 |
|
| اوس دې څښتن چې په خپله د سولې او سلامتۍ سرچینه ده، تاسو ته په هر وخت او هر حال کې ارامي درکړي. څښتن دې تاسو ټولو سره مل وي. |
|
| 17 |
|
| دا سلامونه ما پولوس په خپل لاس تاسو ته لیکلي دي او د ثبوت دپاره زما په ټولو لیکونو کې دا زما د لیکنې نښه او طریقه ده. |
|
| 18 |
|
| په تاسو ټولو باندې دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل وي. |
|
|
|
|