د پښتو مقدس کتاب
|
| 1 |
| نو بيا زَۀ دَ ټولو نه اول دا نصيحت کوم چه غوښتنه، دُعاګانے، شفاعت اَؤ شکرُونه دِ دَ ټولو خلقو دَ پاره کولے شى |
| 2 |
| دَ بادشاهانو اَؤ دَ ټولو لويو مرتبو دَ خاوندانو دَ پاره چه مُونږ پُوره په ديندارئ اَؤ سنجيدګئ سره په قلاره ژوند تيرول غواړُو. |
| 3 |
| دا زمُونږ دَ خلاصوُونکى خُدائے په نزد بهتره اَؤ غوره ده. |
| 4 |
| هغه غواړى چه ټول خلق خلاصون ومُومى اَؤ دَ حقيقت تر پيژندګلو ورسى. |
| 5 |
| ځکه چه يو خُدائے دے اَؤ دَ خُدائے اَؤ دَ اِنسان په مينځ کښے مينځګړے هم يو، يعنے مسيح عيسىٰ چه اِنسان دے، |
| 6 |
| چا چه خپل ځان دَ ټولو دَ پاره په فديه کښے ورکړلو چه په مناسبو وختُونو دَ هغۀ شهادت وشى. |
| 7 |
| زَۀ په دے غرض پيغام آؤروُونکے اَؤ رسُول اَؤ غيرو قومُونو ته دَ ايمان اَؤ صداقت خبرے ښوُونکے وټاکلے شوم، دروغ نۀ وايم بلکه رښتيا وايم. |
| 8 |
| نو بيا زَۀ غواړم چه خلق په هر ځائے کښے بغير دَ غُصے اَؤ تکرار نه پاک لاسُونه پورته کوى اَؤ دُعا غواړى. |
| 9 |
| هم دغه شان ښځے دِ هم په حياداره جامه کښے دَ شرم اَؤ پرهيزګارئ سره خپل ځانُونه سمبالوى، نۀ په کونڅو اَؤ سرو زرو اَؤ ملغلرو اَؤ قيمتى جامو سره، |
| 10 |
| بلکه په نيکو کارُونو څنګه چه دَ ديندارئ اِقرار کوُونکو ښځو ته مُناسب دى. |
| 11 |
| ښځے دِ په خاموشئ په پُوره تابعدارئ سره زده کوى. |
| 12 |
| اَؤ زَۀ اجازت نۀ ورکوم چه ښځے دِ تعليم ورکړى يا دِ په خاوندانو حُکم چلوى، بلکه خاموشه دِ پاتے شى. |
| 13 |
| ځکه چه اول آدم پيدا کړے شو دَ هغۀ نه پس حوا. |
| 14 |
| اَؤ په آدم دوکه ونۀ شوه بلکه ښځه په دوکه کښے پريوتله اَؤ ګُناه ګاره شوه. |
| 15 |
| خو دَ اَؤلاد په زيږيدو به خلاصُون بيا مُومى، په شرط دَ دے چه هغه په ايمان، مينه اَؤ پاګيزګئ کښے سره دَ پرهيزګارئ پاتے شى. |
| یادښتونه خوندي کړئ |
https://beblia.bible:81/BibleAudio/pashto/1timothy/002.mp3
6
2