Pakistani Yousafzai Pashto
|
| 1 |
| نو بيا زۀ د ټولو نه اول په تاسو دا زور راوړم چې خواستونه، دُعاګانې، شفاعت او د ټولو خلقو دپاره شُکر ګزارى کوئ، |
| 2 |
| د بادشاهانو او د ټولو لويو مرتبو خلقو دپاره دُعا کوئ، نو چې مونږ د آرام او پُراَمنه او د ديندارۍ او د عزت ژوند تېر کړُو. |
| 3 |
| داسې کول زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک په نزد نېک او راضى کوونکى دى. |
| 4 |
| هغه غواړى چې ټول خلق خلاصون ومومى او د حقيقت عِلم ورته حاصل شى. |
| 5 |
| ځکه چې يو خُدائ پاک دے او د خُدائ پاک او د انسان تر مينځه مينځګړے هم يو دے، يعنې عيسىٰ مسيح، چې خپله بنى آدم دے |
| 6 |
| چا چې خپل ځان د ټولو دپاره فديه کړو او په مناسب وخت کښې دا ثابته هم شوه. |
| 7 |
| زۀ د دې دپاره بيان کوونکے او رسول او غېرو يهوديانو ته د ايمان او حقيقت خبرې ښوونکے مقرر شوم، دا زۀ دروغ نۀ وايم بلکې رښتيا وايم. |
| 8 |
| نو بيا زۀ غواړم چې په هر ځائ کښې دې خلق بغېر د غصې او بحث نه بېګناه لاسونه اوچتوى او دُعا دې کوى. |
| 9 |
| او ښځې دې هم دغه شان خپل ځانونه د حيا، شرافت او پرهيزګارۍ په جامه کښې سمبالوى، او په کمڅو، سرو زرو او ملغلرو او قيمتى جامو سره دې ځانونه نۀ سنګاروى، |
| 10 |
| بلکې په نېکو عملونو دې خپل ځان سنګاروى څنګه چې ديندارو ښځو له مناسب دى. |
| 11 |
| ښځې دې په خاموشۍ او په پوره تابعدارۍ سره زده کړه کوى. |
| 12 |
| او زۀ يوې ښځې ته اجازت نۀ ورکوم چې سړو ته تعليم ورکړى يا دې په هغوئ روب اچوى، بلکې هغه دې خاموشه وى. |
| 13 |
| ځکه چې اول آدم پېدا کړے شو د هغۀ نه پس بىبى حوا. |
| 14 |
| او شېطان آدم دوکه نۀ کړو بلکې ښځه يې دوکه کړې وه او ګناهګاره شوه. |
| 15 |
| خو ښځې به د اولاد په پېدا کولو سره نجات حاصلوى، په دې شرط چې په ايمان، مينه او پاکيزګۍ کښې به د پرهيزګارۍ سره ژوند تېروى. |
| یادښتونه خوندي کړئ |
https://beblia.bible:81/BibleAudio/pashto2019/1timothy/002.mp3
6
2