× ژبه اروپا روسي بلاروسي اوکرایني پولیش صربي بلغاریه ایی سلواکیایی چکسلواکي رومانیایی مولدویان آزربایجان ارمانیایی ګرجستاني البانیایی اوار بشکیر تاتار چیچین سلوانیایی کرواسین ایستونین لیتوین لیتوانیایی هنګري فنلینډي نارویژي سویډیش یا سویډني ایلینډیک یوناني مقدوني جرمني باویرین الماني دنمارکي ولش ګیلیک ایرلینډي فرانسوي باسک کتالین ایټالیوي ګالسیان روماني Bosnian شمالی امریکا انګلیسي جنوبی امریکه هسپانیه ایی پورتګالي ګوراني کویچوان ایمارا منخنۍ امريکا جمیکا ناهوتل کیچ ققچي هایتین ختیځ آسیا چینایی جاپاني کوریایی مغولي ایغور همونګ سویل ختیځ آسیا مالیزیایی برمایی چین نیپالي سیبانو تګالوګ کمبوډیان تای انډونیزین ویتنامي جاوه ای لاو ابان Iu Mien کاچین لاهو Aceh Balinese Bugis Pampanga Sasak Shan Waray سویلي آسیا هندي ایډیا اودهي میزو کناډا ملایلم مراټي ګجراتي تامیل تولیګو پنجابي کرخ آسامي میتلي بنګالي اردو سنګاله دوګري هریانوی میټی کونکني سنتالي سندي کویا تادو سنسکرت دیوناگري Adilabad Gondi Ahirani بلوچي Bundeli Chhattisgarhi Garhwali Kangri Kumaoni Mewari Munda Sadri Seraiki Shekhawati Sylheti مرکزي آسیا قرغیزي ازبکي تاجک ترکمني قازقستان کارکالپاک منځنی ختیځ ترکي عبري عربي فارسي کرد پښتو کاپټیک افریقا افریقایی ژوسا زولو ندبیلي سوتو امهاریک وویلیټا نایجیریا مسی اکا دنکا کبیل ميږه سواحلي مراکش سومالیایی شونا مدګاسکار اګبو لنګاله باؤل سیسوتی سونګا سوانا ګامبیان یوروبا کامبا کینیارونډا هوسا چیوا لوو مکاوا ډيولا فولولد کلینجین کیکوی کیکوانګو کرونډي کریو نایجیریا پیډین اورومو شلوبا شیویندا دوه امبوندو لوګباره لوګورو پولر ګوسي ماسای ترکانه موبا نور شیلوک تماشیق ماکونډ Bemba Fon Hadiyya Ibibio Kimbundu Kimiiru Lango Liberian Kreyol Lomwe Mende Morisyen Ndau Nyankole Sena Sidamo Soga Songe Sukuma Tarifit Teso Tiv Zande د آسټرلیا کانټینټ نيوزيلنډ پاپوا نوی ګینه زړې ژبې ارمایک لاتین ایسپیرینټو 1 1 1 د پښتو مقدس کتاب Yousafzai 2019د پښتو مقدس کتاب1 1 1 عبرانيان متىمرقوسلوقايوحنااعمالرومياناول کورنتياندوېم کورنتيانګلتياناِفِسيانفيليپيانکولوسياناول تِسالونيکياندوېم تِسالونيکياناول تيموتيوسدوېم تيموتيوستيطوسفيليمونعبرانيانيعقوباول پطروسدوېم پطروساول يوحنادوېم يوحنادرېم يوحنايهوداهرويا1 1 1 11 123456789101112131 1 1 : 1 123456789101112131415161718192021222324252627282930313233343536373839401 1 1 د پښتو مقدس کتاب عبرانيان 11 یادښتونه خوندي کړئ 1پس ايمان دا دے چه په هغه څيزُونو باور وکړو چه پرے اُميد لرُو، اَؤ دَ ناليدلو څيزُونو ثبوت دے.2ځکه زمُونږ مشران دَ ايمان په وسيله دَ خُدائے په حضُور کښے مقبُول وګرزولے شول.3مُونږ ته دَ ايمان په وسيله دا معلُومه ده چه عالمُونه دَ خُدائے په کلام جوړ شوى دى، داسے نۀ ده چه څۀ چه په نظر راځى هغه دَ ظاهرى څيزُونو نه جوړ شوى دى.4دَ ايمان په وسيله دَ خُدائے دَ پاره هابيل دَ قائن نه غوره قُربانى پيش کړه، اَؤ هم په هغه ايمان دَ هغۀ دَ صداقت ګواهى ورکړے شوه ځکه چه خُدائے دَ هغۀ دَ قُربانو په باب کښے ګواهى ورکړه. اګر که هابيل مړ شوے دے خو دَ ايمان په وسيله هم تر اوسه ګواهى کوى.5دَ ايمان په وسيله حنوک مړ نۀ شو بلکه آسمان ته ژوندے پورته کړے شو. هغه هيچا ته ښکاره نۀ شو ځکه چه خُدائے هغه پورته اُوچت کړے وو، اَؤ دَ هغۀ دَ پورته کيدو نه مخکښے دَ هغۀ په باب کښے دا ګواهى ورکړے شوه چه هغه دَ خُدائے خوښ شوے وو.6اَؤ بغير دَ ايمان نه دَ خُدائے خوشحالول نامُمکن دى، ځکه چه خُدائے ته راتلُونکى ته په دے ايمان راؤړل په کار دى چه هغه موجُود دے اَؤ څوک ئے چه لټوى، هغوئ ته اَجر ورکوى.7دَ ايمان په وسيله نُوح دَ هغه څيزُونو په باب کښے چه تر هغه وخته په نظر نۀ راتلل، هدايت ومُوندو اَؤ دَ خُدائے دَ ويرے ئے دَ خپلے کورنئ دَ بچ کولو دَ پاره کِشتئ جوړه کړه. هغۀ دَ خپل ايمان په سبب ټوله دُنيا مجُرمه کړه اَؤ دَ هغه صداقت وارث شو چه دَ ايمان په سبب وو.8دَ ايمان په سبب هر کله چه اِبراهيم وبللے شو اَؤ حُکم ئے ومنلو نو هغه ځائے ته لاړو کُوم چه ئے په ميراث آخستُونکے وو، اَؤ سره دَ دے چه دا ورته معلُومه نۀ وه چه چرته روان دے خو بيا هم له خپل وطن نه روان شو.9اَؤ دَ ايمان په سبب په هغه وطن کښے دَ مُسافرانو په شان ديره شو دَ کُوم چه ورسره لوظ شوے وو، اَؤ دَ اِسحاق اَؤ يعقُوب سره کُوم چه ورسره په هغه لوظ کښے وارثان وُو، په خيمو کښے ديره شو.10ځکه چه اِبراهيم دَ هغه مظبُوط ښار اُميد لرلو چه هغه ووينى، چه سازوُونکے اَؤ جوړوُونکے ئے خُدائے دے.11هم دَ ايمان په سبب ساره په بوډئ والى کښے دَ ماشُوم راوړلو طاقت بيا مُوندو ځکه چه ساره لوظ کوُونکے رښتينے وګڼلو.12نو بيا دَ يو سړى نه چه دَ مړى په شان وو، دَ آسمان دَ ستورو هومره زيات اَؤ دَ سمندر دَ غاړے دَ شګو هومره بے شماره اَؤلاد پيدا شو.13دا ټول دَ ايمان په حالت کښے مړۀ شول اَؤ هغه دَ لوظ په مُطابق څيزُونه ئے لا نۀ وُو مُوندلى، خو دَ لرے نه ئے په ليدلو خوشحاله شول اَؤ اِقرار ئے وکړو چه مُونږ په مزکه بے وطنه اَؤ مُسافر يُو.14څوک چه داسے خبرے کوى، هغوئ ښکاره کوى چه دَ خپل وطن په لټون کښے دى.15اَؤ چه له کُوم مُلک نه هغوئ راوتلى وُو، که دَ هغۀ خيال ئے کولے نو هغوئ ته دَ واپس تللو موقعه وه.16خو په حقيقت کښے هغوئ دَ يو غوره، يعنے دَ آسمانى مُلک طمعه دار وُو، اَؤ خُدائے دَ هغوئ نه نۀ شرميږى چه دَ هغوئ خُدائے وبللے شى، ځکه چه هغوئ ته ئے يو ښار تيار کړو.17هم دَ ايمان په سبب اِبراهيم دَ آزميښت په وخت اِسحاق قُربان کوو، اَؤ چا چه لوظُونه رښتيا منلى وُو هغۀ هغه يکى يو زوئے قُربانئ ته وړاندے کړو،18دَ چا په باب کښے چه دا وئيلے شوى وُو چه : ”له اِسحاق نه به ستا نسل وشى.“19ځکه چه دَ اِبراهيم دا باور وو چه خُدائے اِسحاق له مړو نه بيا دَ ژوندى کولو قُدرت لرى، نو داسے اِبراهيم اِسحاق له مړو نه بيا ژوندے ومُوندلو.20هم دَ ايمان په سبب اِسحاق دَ راتلُونکو خبرو په باب کښے ذکر کولو اَؤ يعقُوب اَؤ عيساؤ دواړو له برکت ورکړو.21هم دَ ايمان په سبب يعقُوب دَ مرګ په وخت دَ يُوسف واړو زامنو له برکت ورکړو اَؤ دَ خپلے امسا په سر دَ تکيه کولو سره ئے سجده وکړه.22هم دَ ايمان په سبب کله چه دَ يُوسف مرګ نزدے شو نو دَ بنى اِسرائيلو له مصر نه دَ وتلو ذکر ئے وکړو اَؤ دَ خپلو هډُوکو په باب کښے ئے حُکم ورکړو.23هم دَ ايمان په سبب دَ مُوسىٰ مُورٰ پلار دَ هغۀ دَ پيدايښت نه پس تر دريو مياشتو پورے هغه پټ وساتلو ځکه چه هغوئ وليدل چه هلک ښکلے وو اَؤ هغوئ دَ بادشاه له حُکم نه ونۀ ويريدل.24دَ ايمان په سبب چه مُوسىٰ لوئے شو نو دَ فرعون دَ لُور دَ زوى بللو نه ئے اِنکار وکړو.25ځکه چه هغۀ دَ ګُناه دَ ژوندُون دَ يو څو ورځو دَ خوند آخستو په نسبت دَ خُدائے دَ اُمت سره دَ بدسلُوک زغمل زيات خوښ کړل.26اَؤ هغۀ دَ مسيح دَ خاطره بدرد زغمل دَ مصر له خزانو نه لوئے دولت وګڼلو ځکه چه دَ هغۀ نظر په جزا مُوندلو وو.27هم دَ ايمان په سبب مُوسىٰ دَ بادشاه دَ قهر نه ويره ونۀ کړه بلکه مصر ئے پريښودو، داسے لکه چه هغۀ ناليدلے خُدائے وليدلو اَؤ قائم پاتے شو.28هم دَ ايمان په سبب هغۀ په فسح کولو اَؤ وينے نوستلو عمل وکړو دَ دے دَ پاره چه دَ وړُومبو پيدا شوى زامنو ته دَ مرګ فرښته لاس ورنۀ وړى.29اَؤ دَ ايمان په سبب بنى اِسرائيل په بحرِ قُلزم داسے پورے وتل لکه چه په وچه مزکه، خو کله چه مصريانو دَ پورے وتو کوشِش وکړو نو غرق شول.30هم دَ ايمان په سبب دَ يريحو ښار ديوالُونه دَ بنى اِسرائيلو تر اُوو ورځو پورے ګير چاپيره تاويدلو سره راونړيدل.31هم دَ ايمان په سبب راحاب کنجرئ دَ نافرمانو سره هلاکه نۀ شوه ځکه چه هغے اِسرائيلى جاسُوسان په خير قبُول کړل.32نو اوس نور څۀ ووايم؟ دومره فرصت نِشته چه دَ جدعون، برق، شمسون، جفتاه، داؤد، سموئيل اَؤ دَ نورو نبيانو حال بيان کړم.33هغوئ هم دَ ايمان په سبب بادشاهئ لاندے کړے، دَ صداقت کارُونه ئے وکړل څۀ چه خُدائے لوظ کړى وُو وئے مُوندل، دَ زمرو خُلے ئے بندے کړلے،34دَ اور تاؤ نه ئے بچ کړو، دَ تُورے له مخ نه بچ شول، په کمزورتيا کښے زړۀ ور شول، په جنګ کښے بهادران شول، دَ غيرو فوځونه ئے وتښتول.35ښځو خپل سړى بيا ژوندى ومُوندل. ځنو په ځان عذاب تير کړو، خو رهائى ئے منظُوره نۀ کړه، دَ پاره دَ دے چه هغوئ ته غوره قيامت حاصل شى.36په ځنو پورے ئے ټوقے وکړلے، په کروړو ئے ووهل، په زنځيرُونو ئے وتړل اَؤ په قيدُونو ئے و آزمئيل،37سنګسار ئے کړل، په آرۀ وڅيرلے شول، په تُورو ئے مړۀ کړل، دَ ګډو بيزو څرمنے ئے آغوستے وے، په مُحتاجئ، په مُصيبت، دَ بد سلُوکئ په حالت کښے سر وهلى بروهلى ګرزيدل.38دُنيا دَ هغوئ لائقه نۀ وه، هغوئ په دشتونو، غرُونو اَؤ دَ مزکے په کندو کښے تار په تار وګرزيدل.39اَؤ سره دَ دے چه دَ دوئ ټولو په حق کښے دَ ايمان په سبب ښۀ ګواهى ورکړے شوه، بيا هم هغوئ ته هغه څيز ورنۀ کړے شو دَ کُوم چه لوظ شوے وو،40ځکه چه خُدائے دَ اول نه زمُونږ دَ پاره څۀ غوره څيز خوښ کړے وو چه هغوئ بغير زمُونږ نه کامل نۀ کړے شى.Pashto Bible No Data د پښتو مقدس کتاب عبرانيان 11 00:00:00 00:00:00 0.5x 2.0x https://beblia.bible:81/BibleAudio/pashto/hebrews/011.mp3 13 11