انجیل په یو کال کې اکتوبر 10کولوسيان 1:1-291. دَ پولوس له طرفه چه دَ خُدائے په رضا دَ مسيح عيسىٰ رسُول دے اَؤ زمُونږ ملګرى تيموتيوس له طرفه،2. په مسيح کښے هغه پاکو اَؤ ايماندارو ورُوڼو ته چه په کولوسى کښے دى. زمُونږ دَ پلار خُدائے له طرفه دِ په تاسو فضل اَؤ سلامتى وى.3. مُونږ ستاسو په حق کښے هميشه دُعا کوُو اَؤ دَ خپل مالِک عيسىٰ مسيح دَ پلار، يعنے دَ خُدائے شکر کوُو،4. ځکه چه مُونږ آؤريدلى دى چه ستاسو په مسيح عيسىٰ ايمان دے اَؤ دَ ټولو پاکانو سره مينه کوئ،5. دَ هغه اُميد په سبب چه ستاسو دَ پاره په آسمان اِنتظار کوى، چه ذکر ئے تاسو دَ زيرى دَ حق په کلام کښے آؤريدلے دے،6. نو تاسو دَ هغه اُميد په باب کښے واؤريدل. لکه چه دَ کُومے ورځے نه تاسو په اول ځل دَ خُدائے دَ فضل کلام واؤريدو اَؤ رښتُونے مو وګڼلو نو په تاسو کښے هم دغسے وده کوى لکه چه په ټول جهان کښے هم ميوه ورکوى اَؤ ترقى کوى.7. اَؤ تاسو دا پيغام زمُونږ دَ خوږ ملګرى اِپفراس نه زده کړے دے چه زمُونږ دَ پاره دَ مسيح اِتبارى خادم دے.8. هغۀ مُونږ ته وښوول چه رُوحُ القُدس په تاسو کښے څنګه مينه پيدا کړله.9. نو په دے وجه چه دَ کُومے ورځے نه مُونږ دا آؤريدلى دى، مُونږ هم دَ خُدائے نه ستاسو دَ پاره دَ دے په دُعا اَؤ خواست کولو کښے هميشه لګيا يُو چه تاسو دِ دَ ټولے رُوحانى پوهے اَؤ حِکمت سره دَ خُدائے دَ مرضئ دَ عِلم نه معمُور شئ،10. دَ دے دَ پاره چه ستاسو چال چلن دَ مالِک لايق وى اَؤ دَ هغۀ په هر شان خوښ شئ، اَؤ په تاسو کښے دَ هر قِسم نيک کار ميوه وشى، اَؤ دَ خُدائے په پيژندګلو کښے په لوئيدو شئ،11. دَ هغۀ دَ جلال دَ قُدرت په مُطابق دَ هر قِسم قُوت سره مظبُوط شئ چه په خوشحالئ سره په هر شان سره صبر اَؤ زغم کولے شئ.12. اَؤ دَ هغه پلار شکر کوئ چا چه تاسو دَ دے جوګه کړئ چه دَ هغۀ په ميراث کښے حصه دار شئ. دا هغه ميراث دے چه دَ پاکانو سره به دَ هغه نُور په بادشاهت کښے برخه ولرئ.13. خُدائے مُونږ دَ تيارے دَ قبضے نه راخلاص کړلُو اَؤ دَ خپل محبُوب زوئے په بادشاهئ کښے ئے داخل کړلُو.14. په هغۀ کښے مُونږ ته فديه، يعنے دَ ګُناهُونو نه مُعافى حاصله ده.15. مسيح دَ ناليدلى خُدائے په عکس اَؤ دَ ټول مخلُوق نه اُوچت دے.16. ځکه چه دَ هغۀ په وسيله ټول څيزُونه پيدا کړے شول چه په آسمان کښے وى يا په مزکه، ليدُونکى وى يا ناليدُونکى، تختُونه وى يا رياستُونه يا حُکومتُونه يا اِختيارات، هر څۀ دَ مسيح په وسيله اَؤ دَ هغۀ دَ پاره پيدا شو.17. اَؤ دغسے مسيح دَ ټولو څيزُونو نه اول دے اَؤ ټول څيزُونه په هغۀ کښے قائم دى.18. اَؤ هغه دَ بدن، يعنے دَ جماعت سر دے، هغه ئے ازل دے، اَؤ دَ مړو نه بيا ژوندے کيدُونکو نه دَ ټولو نه اول پيدا شو دَ پاره دَ دے چه په ټولو خبرو کښے دَ هغۀ درجه اول وى.19. ځکه چه دَ خُدائے دا خوښه شوه چه دَ هغۀ ټول کامليت دِ په مسيح کښے پاتے شى.20. اَؤ خُدائے دَ هغۀ دَ وينے په سبب چه په سولئ وبهيدله، صُلح وکړله اَؤ ټول څيزُونه ئے دَ هغۀ په وسيله دَ ځان سره پخلا کړل، آيا که هغه دَ مزکے وى يا که دَ آسمانُونو.21. اول تاسو پخپله هم دَ خُدائے نه لرے وئ اَؤ دَ هغۀ دُښمنان وئ ځکه چه ستاسو خيالُونه اَؤ کارُونه بد وُو.22. خو اوس دَ مسيح دَ جسمانى مرګ په وسيله خُدائے تاسو سره پُخلا شو چه هغه تاسو مُقدس، بے عيبه اَؤ بے الزامه په خپل مخکښے حاضر کړى،23. په دے شرط چه تاسو دَ ايمان په بُنياد مضبوط اَؤ ټينګ يئ اَؤ دَ هغۀ اُميد پرے نۀ ږدئ چه په زيرى آؤريدو سره ستاسو په زړُونو کښے پيدا شو. هغه زيرے ټول مخلُوقات ته واؤرولے شو، اَؤ زَۀ پولوس دَ هغۀ خادم شوم.24. زَۀ اوس په هغه کړاوُونو کښے خوشحاله يم کُوم چه ستاسو دَ خاطره تيروم، اَؤ دَ مُصيبتُونو کمے دَ مسيح دَ بدن، يعنے دَ جماعت دَ خاطره په خپل وجُود کښے پُوره کوم.25. دَ خُدائے دَ هغه اِنتظام په مُطابق زَۀ دَ جماعت خادم شوم چه ستاسو دَ پاره ما ته وسپارلے شو، دَ دے دَ پاره چه زَۀ دَ خُدائے دَ کلام پُوره پُوره پيغام ورکړم،26. يعنے هغه راز چه دَ زمانو اَؤ دَ پيړيو راسے پټ وو خو اوس دَ هغۀ پاکانو ته ظاهر شو.27. خُدائے پاکانو ته ظاهرول غوښتل چه دا بے حده شاندار اَؤ قيمتى راز دَ غير يهُوديانو دَ پاره هم دے، اَؤ هغه راز دا دے چه مسيح په تاسو کښے اوسيږى اَؤ هم هغه دَ راتلُونکى جلال اُميد دے.28. مُونږ دَ هغۀ پيغام واؤروُو اَؤ هر چا له نصيحت کوُو اَؤ هر يو ته په پُوره هوښيارتيا تعليم ورکوُو چه مُونږ هر څوک په مسيح کښے کامل کړُو اَؤ پيش ئے کړُو.29. اَؤ دَ دے دَ پاره زَۀ دَ مسيح دَ هغه قُوت په مُطابق دَ زړۀ سره خوارى کوم چه په ما کښے په زور اثر کوى. Pashto Bible No Data