انجیل په یو کال کې دسمبر 1دوېم پطروس 2:1-221. خو په اِسرائيلو کښے دَ دروغو نبيان هم وُو، هم دغه شان به په تاسو کښے دَ دروغو اُستاذان هم وى. هغوئ به په پټه هلاکُوونکى بدعتُونه راوباسى اَؤ دَ هغه مالِک نه به اِنکار وکړى چه دَ هغوئ فديه ئے ورکړے ده، اَؤ په خپلو ځانُونو به زر هلاکت راولى.2. اَؤ ډير به دَ هغوئ دَ شهوت پرستئ په لار روان شى چه دَ دے په وجه به دَ حق د لارے بدنامى کيږى.3. اَؤ هغوئ به دَ لالچ نه خبرے جوړوى اَؤ ستاسو نه به دَ خپلے ځانى ګټے سبب جوړوى، اَؤ چه دَ وړُومبئ نه په هغوئ دَ سزا حُکم شوے دے، دَ هغے په راتلو کښے څۀ ډيل نِشته اَؤ دَ هغوئ هلاکت نزدے دے.4. ځکه هر کله چه خُدائے ګُناه کوُونکى فرښتے پرے نۀ ښودے بلکه جهنم ته ئے واستولے، اَؤ په تورو غارُونو کښے ئے واچولے چه دَ عدالت دَ پاره په قيد کښے وى.5. اَؤ نۀ ئے پخوانئ دُنيا پريښوده بلکه په بے دينه دُنيا ئے طُوفان راوستو خو دَ صداقت تبليغ کوُونکے نُوح ئے دَ نورو اُوو کسانو سره بچ کړو.6. اَؤ دَ صدُوم اَؤ عموره ښارُونه ئے ملامت کړل اَؤ وئے سيزل اَؤ ايره ئے کړل، اَؤ دَ راتلُونکےزمانے دَ بے دينو دَ پاره ئے دَ عبرت مقام وګرزُولو.7. اَؤ صادِق لوط ئے چه دَ بے دينو دَ ناپاک چال چلن نه تنګ وو، بچ کړو.8. ځکه چه هغه صادِق چه په هغوئ کښے اوسيدلو اَؤ دَ هغوئ بے شرعے کارُونه ئے ليدل اَؤ آؤريدل نو هره ورځ په خپل صادِق زړۀ کښے عذابيدو.9. نو مالِک پوهيږى چه هغه څنګه دينداران دَ آزميښت نه بچ کوى اَؤ بدکاران دَ عدالت تر ورځے پورے په سزا کښے وساتى،10. خو خاص هغوئ چه دَ جسمانى ناپاکو خواهشُونو پسے ګرځى اَؤ مالِک والے سپک ګڼى، دَ دروغو اُستاذان، ګُستاخه اَؤ کبرژن دى اَؤ په آسمانى جلالى مخلُوق باندے په بدرد وئيلو نۀ ويريږى.11. سره دَ دے چه فرښتے چه په طاقت اَؤ په قُدرت کښے دَ هغوئ نه لوئے دى، دَ مالِک په مخکښے دَ هغوئ بدرد وئيلو سره سزا نۀ ورکوى.12. خو دا خلق دَ ځنګلى ځناورو په شان دى چه دَ رانيولى کيدلو اَؤ هلاکولو دَ پاره پيدا شوى دى، دَ کُومو خبرو په باب کښے چه ناخبره دى، دَ هغوئ په باب په نورو بدرد وائى، هغوئ به دَ ځنګلى ځناورو په شان هلاک کړے شى،13. دَ نورو سره په بد کولو به ورسره بد وشى. هغوئ ته په رڼا ورځ عياشى کول خوند ورکوى، هغوئ بے عزته اَؤ بے شرمه دى. هر کله چه تاسو سره خورى څښى نو هغوئ په خپل چل ول کښے عيش و عشرت کوى.14. هغوئ ښځو ته په بدو سترګو ګورى اَؤ دَ ګُناه نه نۀ شى آؤړيدے، هغوئ بے قيامه خلق راګيروى، دَ هغوئ زړۀ په حرص آموخته شوے دے، په هغوئ به لعنت وى.15. هغوئ نيغه لاره پريښودله، بے لارے شوى دى اَؤ دَ بعور دَ زوئے بلعام په لار روان دى چه ئے دَ ناراستئ مزدُورى غوره وګڼله.16. اَؤ په خپل قصُور ملامت شو چه يوے بے ژبے خرے دَ اِنسان په شان خبرے وکړے اَؤ هغه نبى ئے دَ ليونتوب نه منع کړو.17. دَ دروغو اُستاذان لکه وچ کُوهيان دى اَؤ داسے وريځے چه سيلئ ئے وړى راؤړى، دَ هغوئ دَ پاره بے حده تيارۀ ده.18. هغوئ دَ کبر اَؤ بيهُوده خبرے کوى، اَؤ دَ شهوت پرستئ په وسيله هغه خلق په جسمانى خواهشُونو کښے راګيروى کُوم چه دَ ګمراهانو نه په راوتو کښے دى.19. هغوئ خو دَ خلقو سره دَ آزادئ لوظ کوى اَؤ په خپله دَ خرابئ غُلامان جوړ شوى دى، ځکه چه کُوم سړے چه دَ چا نه مغلُوب وى، هغه دَ هغۀ غُلام دے.20. اَؤ چه هر کله هغوئ دَ مالِک اَؤ خلاصوُونکى عيسىٰ مسيح دَ پيژندګلو په وسيله دَ دُنيا دَ سخاتوب نه خلاص شول اَؤ بيا په کښے ګير شول اَؤ دَ هغوئ نه مغلُوب شول، نو دَ هغوئ ورُوستے حال دَ وړُومبى نه هم ډير بد شو.21. ځکه چه هغوئ دَ صداقت لار وپيژندله خو هغوئ دَ هغه پاک حُکم نه راوګرزيدل چه هغوئ له ورکړے شوے وو، نو بيا دَ هغوئ دَ پاره دا ښۀ وه چه چرے هغه ئے پيژندلے نۀ وے.22. اَؤ په هغوئ دا متل رښتينے کيږى چه ”سپے دَ خپل قى په طرف راګرزى“ اَؤ ”لمبولے شوے خنزير په خټو کښے رغړى.“ Pashto Bible No Data