انجیل په یو کال کې جولای 13اعمال 17:16-3416. بيا چه پولوس په اتينيه کښے دَ هغوئ په اِنتظار وو نو زړۀ ئے په دے خبره ډير غمژن شو چه ښار ئے له بُتانو نه ډک وليدلو.17. نو هغۀ به په عبادت خانو کښے دَ يهُوديانو اَؤ يُونانيانو سره بحثُونه کول اَؤ دغسے به ئے دَ ښار په چوکُونو کښے هره ورځ دَ تلُونکو راتلُونکو سره کول.18. اَؤ ځنے اِپيکُورى اَؤ ستُوئيکى فلسفيانو ورسره بحث کولو اَؤ ځنو ووئيل چه ”دا دروغژن باتُور څۀ وئيل غواړى؟“ اَؤ نورو ووئيل چه ”معلوُميږى داسے چه دَ غير خُدايانو بحث کوى.“ اَؤ دا ئے ځکه ووئيل چه هغۀ دَ عيسىٰ اَؤ دَ قيامت زيرے آؤرولو.19. نو هغوئ ونيولو اَؤ دَ اريوپاګوس عدالت ته ئے راوړاندے کړو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”دا کُوم نوے تعليم چه تۀ ورکوے، مُونږ په دے پوهولے شے څۀ؟20. اَؤ تۀ داسے خبرے راوړاندے کوے چه هغه مُونږ ته نا آشنا معلُوميږى اَؤ مُونږ په دے ځانُونه خبرول غواړُو.“21. اَؤ اتينيانو اَؤ دَ هغه ځائے غيرو خلقو سره دَ وخت تيرولو نه سيوا دَ نورو تازه واقعاتو دَ آؤريدو نه نور څۀ بل کار نۀ وو.22. نو بيا پولوس دَ اريوپاګوس دَ عدالت دَ وړاندے ودريدو اَؤ وئے وئيل چه ”اَئے اتينيانو! زَۀ وينم چه هر هغه څيز چه دَ مذهب سره تعلق لرى نو تاسو دَ حد نه زيات سر ګرم يئ.23. ځکه هر کله چه ما ستاسو دَ عبادت دَ څيزُونو ننداره کوله نو ما دَ نورو څيزُونو سره يوه قُربانګاه وليده چه دا پرے دَ پاسه ليک وُو چه، دَ يو نامعلُوم خُدائے دَ پاره. تاسو چه دَ کُوم څيز عبادت کوئ دَ هغے درته پته نِشته، هم دغه څيز زَۀ درته بيانوم.24. هغه خُدائے چه دُنيا ئے پيدا کړه اَؤ په کښے ئے هر څيز هم پيدا کړو، هم هغه دَ آسمان اَؤ دَ مزکے مالِک دے اَؤ هغه دَ بنى آدمو دَ لاسه جوړ شؤو ځايُونو کښے نۀ اوسيږى.25. هغه دَ بنى آدم دَ څۀ څيز مُحتاج نۀ دے چه دَ بنى آدم دَ لاسه خدمت آخلى، بلکه هغه په خپله ټول کائينات له ژوند اَؤ ساه اَؤ نور څيزُونه ورکوى.26. هغۀ دَ دُنيا ټول قومُونه دَ يو نسل نه پيدا کړل چه دَ ټولے دُنيا په مخ اوسيږى. هغۀ دَ هغوئ ميعادُونه اَؤ دَ استوګنے حدُونه مُقرر کړل،27. دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے لټُون وکړى اَؤ شايد چه په لټولو ئے بيا مُومى. بے شکه چه هغه له مُونږ هيچا نه لرے نۀ دے.28. ولے چه زمُونږ دَ ژوندُون حرکت اَؤ شته والے په هغۀ کښے دے. لکه چه ستاسو خپلو ځنو شاعرانو وئيلى دى، مُونږ هم دَ هغۀ دَ نسل نه يُو.29. که مُونږ دَ خُدائے دَ نسل نه يُو نو بيا مُونږ ته دا ګمان کول مناسب نۀ دى چه ګنى دَ خُدائے ذات داسے دے لکه سرۀ زر، سپين زر يا کاڼے چه بنى آدم ئے په خپله پوهه اَؤ هُنر سره تراشى.30. تر څو چه دَ ناپوهئ دَ وخت تعلق وو نو خُدائے ځان پرے نا غرض کړے وو خو اوس هغه هر چرته ټولو بنى آدمو له حُکم ورکوى چه توبه ګار شى.31. ځکه چه هغۀ يوه ورځ مُقرره کړے ده چه هغه به دَ دُنيا عدالت په صحيح صداقت سره دَ يو داسے سړى په وسيله وکړى چه هغۀ غوره کړے دے اَؤ دغه شان ئے هر چا ته ثابته کړه چه هغه ئے له مړو نه بيا راژوندے کړو!“32. کله چه هغوئ دَ مړو نه دَ راژوندى کولو خبرے واؤريدلے نو ځنو ورپورے ټوقے وکړے اَؤ ځنو ووئيل چه ”په دے حقله به مُونږ له تا نه بيا خبرے واؤرُو.“33. اَؤ دغه شان پولوس دَ ګڼے دَ مينځ نه ووتو.34. خو يو څو کسان ورسره شول اَؤ ايمان ئے راؤړو چه په هغو کښے يو ديونيسيوس دَ اريوپاګوس دَ عدالت غړے هم وو اَؤ ورسره دَ مريس نومے يوه ښځه اَؤ ځنے نور کسان هم وُو. Pashto Bible No Data