انجیل په یو کال کې جولای 18اعمال 20:17-3817. نو پولوس دَ ميليتوس نه اِفِسوس ته خبر واستولو اَؤ دَ جماعت مشران ئے راوبلل.18. اَؤ کله چه هغوئ ورته راورسيدل نو داسے خبرے ئے ورته وکړلے، ”تاسو ته پته ده چه ما تاسو سره څنګه ژوند تير کړو، دَ هغه ورځے نه چه ما اول دَ ايشيا په مزکه قدم کيښودو اَؤ څومره مُوده چه زَۀ تاسو سره وم.19. يعنے ما پُوره په عاجزئ اَؤ ژړا سره دَ مالِک غُلامى کوله سره دَ يهُوديانو دَ سازشُونو اَؤ آزميښتُونو چه په ما راغلل.20. اَؤ تاسو ته دا معلُومه ده چه ما يو داسے څيز هم چه ستاسو دَ ښيګړے دَ پاره وو، پټ ونۀ ساتلو. ما تاسو ته کلام رسولے دے اَؤ په ښکاره اَؤ په کور کور کښے مے درله تعليم در کړے دے.21. اَؤ يهُوديانو اَؤ يُونانيانو ته مے دَ خُدائے په وړاندے دَ توبے ويستلو اَؤ په مالِک عيسىٰ مسيح دَ ايمان راوړلو شاهدى کړے ده.22. اَؤ اوس لکه چه تاسو وينئ، زَۀ دَ رُوح دَ لاسه مجبُور بيتُ المُقدس ته روان يم، اَؤ هلته چه څۀ ما تا پيښيږى دَ هغے نه هيڅ خبر نۀ يم.23. بے له دے نه چه په هر ښار کښے ما ته رُوحُ القُدس دا خبر راکوى چه قيد اَؤ تکليفُونه زما په اِنتظار کښے دى.24. خپله ځانى خو زَۀ دَ ژوند هيڅ پرواه دار نۀ يم، خو زَۀ دا غواړم چه منډه تر سره کړم اَؤ هغه کار پُوره کړم چه مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے چه دَ خُدائے دَ فضل دَ زيرى په باب کښے شهادت وکړم.25. يوه بله خبره واؤرئ، ما چه ستاسو ټولو په مينځ کښے دَ خُدائے دَ بادشاهت وعظ کاوو، خو اوس ما ته دا ښکارى چه په تاسو کښے به يو کس هم زما مخ بيا ونۀ وينى.26. نو زَۀ اوس په دے ځائے دا اِعلان کوم چه زما په غاړه دَ هيچا دَ خُون پور نِشته.27. ځکه چه ما هيڅ درنه پټ ساتلى نۀ دى اَؤ ما تاسو ته دَ خُدائے ټول امرُونه څرګند کړى دى.28. دَ خپل ځان اَؤ دَ هغه ټول کنډک خيال ساتئ کُوم چه رُوحُ القُدس ستاسو په حواله کړے دے اَؤ تاسو دَ مالِک دَ هغے جماعت شپُونکى يئ کُوم چه هغۀ دَ خپلے وينے په قيمت آخستے دے.29. ما ته معلُومه ده چه هر کله چه زَۀ ستاسو نه لاړ شم نو داړُونکى شرمخان به په تاسو کښے راشى اَؤ کنډک به په امان پرے نۀ ږدى.30. اَؤ هم په تاسو کښے به ځنى خلق داسے راپورته شى چه رښتيا به ورانوى اَؤ مُريدان به دے ته راپاروى چه دَ حق نه ئے واړوى اَؤ دَ دوئ ملګرى شى.31. نو خبردار اوسئ! اَؤ ياد لرئ چه تر دريو کالو پورے مے څنګه شپه اَؤ ورځ په تاسو کښے هر يو ته په ژړا تعليم درکړو.32. اَؤ اوس زَۀ تاسو دَ مالِک اَؤ دَ هغۀ دَ فضل کلام ته سپارم چه ستاسو دَ مظبُوطولو اَؤ په هغه ټولو کښے چه ځانُونه ئے ورته سپارلى دى خپل ميراث درکولے شى.33. ما دَ هيچا سپين زر اَؤ سرۀ زر يا جامو ته دَ ځان دَ پاره نۀ دى کتلى.34. اَؤ تاسو ټول خبر يئ چه ما په خپلو دے لاسُونو خپل اَؤ دَ خپلو ملګرو حاجتُونه پُوره کړى دى.35. ما تاسو ته ښکاره کړه چه په مُشقت سره دَ کمزورو مدد په دے شان وکړئ اَؤ دَ مالِک عيسىٰ خبرے درته ياد ساتل په کار دى چه په خپله ئے وئيلى دى چه دَ آخستلو نه ورکړه غوره ده.“36. کله چه پولوس خبرے ختمے کړے نو هغه دَ هغوئ سره په سجده پريوتو اَؤ دُعا ئے وغوښتله.37. بيا هغوئ ټولو وژړل اَؤ پولوس سره تر غاړه وتل اَؤ کښل ئے کړو.38. هغوئ په دے زيات خفه وُو چه هغۀ ووئيل چه دوئ به بيا دَ هغۀ مخ کله هم ونۀ وينى. اَؤ هغوئ دغه شان تر جهاز پورے ورسره جلب وکړو. Pashto Bible No Data