7. پس څۀ رنګ چه مسيح تاسو دَ خُدائے دَ جلال دَ پاره قبُول کړئ، دغسے تاسو هم يو بل قبُول کړئ.
8. زَۀ دا وايم چه مسيح دَ خُدائے دَ رښتينوالى دَ ثابتولو دَ پاره دَ يهُوديانو خادم شو، دَ دے دَ پاره چه هغه وعدے پُوره کړى کُومے چه دَ پلارُونو نيکُونو سره شوى دى
9. اَؤ چه غير يهُوديان هم دَ رحم په سبب دَ خُدائے ثنا ووائى لکه څنګه چه ليکلى دى چه : ”دَ دے دَ پاره چه زَۀ به په غير يهُوديانو کښے ستا اِقرار کومه اَؤ ستا دَ نُوم سرودُونه به وايم.“
10. اَؤ بيا فرمائى چه : ”اَئے غير يهُوديانو! دَ هغۀ دَ اُمت سره خوشحالئ وکړئ!“
11. بيا دا چه : ”اے ټولو غير يهُوديانو! دَ خُدائے ثنا ووايئ، اَؤ ټول اُمتونه دِ دَ هغۀ ثنا صِفت بيان کړى!“
12. اَؤ يشعياه هم وائى چه : ”دَ يشى نسل به راځى، يعنے هغه سړے چه په غير يهُوديانو به حکُومت کولو له راپورته شى، دَ هغۀ نه به غير يهُوديان اُميد لرى.“
13. خو خُدائے چه دَ اُميد سرچينه دے، هغه دِ تاسو دَ خپل ايمان په وسيله دَ هرے خوشحالئ اَؤ سلامتئ نه معمُور کړى دَ دے دَ پاره چه دَ رُوحُ القُدس په قُدرت ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.
14. اَؤ اَئے زما ورُوڼو! زما په خپله هم ستاسو په حقله دا يقين دے چه تاسو په خپله هم په نيکئ معمُور اَؤ په معرفت پُوره يئ اَؤ بل ته ښوونه هم کولے شئ.
15. نو ما هم په بعضے ځايُونو کښے زيات په زړه ورتيا دَ دے دريادولو په طور دَ دے دَ پاره دا تاسو ته وليکل چه دَ خُدائے دَ طرف نه
16. زَۀ غير يهُوديانو ته دَ عيسىٰ مسيح دَ خادم کيدو په توفيق نمانځلے شوے يم، چه زَۀ دِ دَ خُدائے دَ زيرى خدمت لکه دَ يو کاهن ترسره کړم، دَ دے دَ پاره چه غير يهُوديان دَ نذرانے په طور په رُوحُ القُدس مُقدس شى اَؤ مقبُول شى.
18. ځکه چه زَۀ دَ هغه خبرو کولو جُرات کوم چه مسيح زما په وسيله کړے دى چه زَۀ غير يهُوديان دَ خُدائے تابع کړم. مسيح نۀ يواځے قول اَؤ فعل
19. بلکه په نخښو اَؤ مُعجزو، يعنے دَ رُوحُ القُدس په قُدرت وکړلے، تر دے چه ما دَ بيتُ المُقدس نه راواخله چار چاپيره دَ اِلريکوم پورے دَ مسيح زيرے پُوره پُوره خور کړے دے.
20. اَؤ دغه زما آرزو ده چه چرته چه دَ مسيح نُوم نۀ دے آؤريدلے شوے، هلته دا زيرے ورسوم، دَ دے دَ پاره چه دَ بل په بُنياد آبادى ونۀ کړم.
21. بلکه څنګه چه ليکلى شوى دى، هم هغسے دِ وشى چه : ”چا ته چه دَ هغۀ خبر نۀ دے رسيدلے، هغوئ به ووينى، اَؤ چا چه دَ هغۀ په حقله نۀ دى آؤريدلى، هغوئ به پوهه شى.“
22. دَ دے دَ پاره زَۀ تاسو ته دَ بيا بيا راتلو نه ايسار وم.
24. دَ دے دَ پاره کله چه اسپانيه ته ځم نو په لاره به تاسو ته هم درځم ځکه چه زما دا اُميد دے چه په هغه سفر کښے به تاسو سره مُلاقات کوم، اَؤ څۀ وخت چه تاسو سره په څۀ مُوده تيرولو مے زړۀ موړ شى نو بيا به مے تاسو هغه طرف ته رُخصت کړئ.